چین کې د وروستۍ زلزلې د قربانیانو شمېر لوړ شو

لیدنې: 167

د چین په ژنجیانګ ولایت کې د وروستۍ زلزلې له امله ۲۰ تنه  مړه شوي او سلګونه ټپیان دي.


چین کې د وروستۍ زلزلې له امله د مړو شمېر ۲۰ کسانو ته ورسېد، چې تر څنګ یې ۴۳۱ نور ژوبل شوي هم دي.
د چین د چارواکو په وینا تر اوسه یې د ژینجیانګ ولایت په شمال لودیځ کې ۱۰۵ زره کسان خوندي ځایونو ته لیږدولي دي.
د چین چارواکو همداراز زیاته کړې، چې د زلزلې له امله زیانمن شوو کسانو ته یې بېړنۍ مرستې او روغتیايي خدمات رسولي دي.
د چین حکومت په زلزله ځپلو سیمو کې د مرستو لپاره شاوخوا ۵ میلیونه ینه ځانګړي کړي دي.
راپورنه وايي؛ په سیچوان او شاوخوا سیمو کې له دغې زورورې زلزلې وروسته نورې کوچنۍ زلزلې هم شوي او د نورو زلزلو امکان هم شته.
د وروستۍ زلزلې شدت د ریکتر په کچه ۶.۶ درجې و، چې مرکز یې د چین سوېل لودیځ ولایت سیچوان ښودل شوی دی.