شمالي‌کوریا د امریکا پر ګوام ټاپو برید ته چمتووالی نیسي

لیدنې: 276

شمالي کوریا د امریکا پر ګوام ټاپو د مزاییلو د بریدونو د پلان جزیات خپاره کړل.


د شمالي کوریا له خوا د امریکا پر ګوام ټاپو د برید پلان به تر راتلونکو څو ورځو بشپړ او د عملي کېدو لپاره به د دغه هېواد مشر ته وړاندې شي.
له دې سره روسیې له امریکا غوښتي، چې د شمالي کوریا پر وړاندې له نرم دریځ کار واخلي خو جرمني بیا پر روسیې او چین غږ کړی، چې د حالت له لا خرابېدو څخه د شمالي کوریا مخنیوی وکړي.
شمالي کوریا د امریکا پر ګوام ټاپو د مزاییلو د بریدونو د پلان جزیات خپاره کړل. د شمالي کوریا دولتي ټلویزیون ویلي، که دغه پلان د دغه هېواد د مشر کېم جونګ له خوا ومنل شي، له مخې به یې د ګوام ټاپو پر لوري د منځني واټن ویشتونکي ۱۲ مزاییل وتوغوي.
د شمالي کوریا او امریکا تر منځ وروستیو ګواښونو په ټوله نړۍ کې بیلابیل غبرګونونه راپورته کړي دي. په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي پر امریکا غږ کړی، چې د شمالي کوریا د موضوع په اړه له آرامۍ او حوصلې کار واخلي.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي واسیلي نبینزیا داسې ویلي (( زه څوک یم، چې د امریکا له ولسمشر سره په خبرو اترو کې ښکېل شم خو هغه څه چې هغه ویلي موږ په غور اورېدلي. زما په اند زموږ جدي غوښتنه او هیله دا ده، چې امریکا متحده ایالات باید آرامه شي او له داسې کړنې لاس واخلي، چې د بلې خوا د داسې غبرګون لامل کیږي، چې ښايي ډېر خطرناک وي.))

په ورته وخت کې جرمني هم د شمالي کوریا او امریکا تر منځ وروستي ګواښونه خطرناک بللي او له روسیې او چین یې غوښتنه کړې، چې د روان حالت په خرابېدو کې د شمالي کوریا مخنیوی وکړي.

د جرمني د حکومت ویاندې  اورلیک  دیمیر بیا داسې ویلي (( چین او روسیه ځانګړی مسولیت لري، چې د حالت په خرابېدو کې د شمالي کوریا د مخنیوي لپاره هره ډول هڅې وکړي. په سیمه کې د اټومي وسلو د مخنیوي ستونزه له نظامي لارې نشي حل کېدای.))

د شمالي کوریا د دولتي ټلویزیون له خوا په خپره شوې اعلامیه کې همدا راز ویل شوي، چې دغه پلان به د روانې اګست میاشتې تر نیمايي پورې بشپړ او د عملي کېدو لپاره به د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون ته وړاندې شي. د امریکا ګوام ټاپو شاوخوا ۱۶۳ زره نفوس لري، چې هلته د امریکا یو ستره او مهمه نظامي هډه هم موقعیت لري. شمالي کوریا له هغې وروسته د امریکا پر ضد سخت غبرګون څرګند کړ، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ شمالي کوریا ته ګواښ وکړ، چې د خپلو اوسنیو فعالیتونو په دوام به دغه هېواد ته په اور او غوصه ځواب ورکړي.


ژباړه
یعقوب خالقي
سمونه
جان‌محمد مومند