د امریکا نوې پالیسي به د افغانستان وضعیت بدل کړي

لیدنې: 183

د امریکا نوې پالیسۍ به د افغانستان او سیمې وضعیت بدل کړي.


د متحده ایالاتو د دفاع وزیر جمیز ماټیس وایي، پالیسي یې د بشپړیدو په حال کې ده ، چې د افغانستان، پاکستان او هند لپاره ځانګړې شوې ده.
ماټیس د خبري کنفرانس په مهال خبریالانو ته ویلي، چې د نوې پالیسۍ له مخې به افغانستان کې د امریکا پوځي ماموریت تازه پړاو ته ورداخل شي.
راپورونه وایي، د ټرمپ ادارې اعلانیدونکې پالیسې کې د افغانستان، پاکستان او هند پاکستان د کړکېچونو اړیکو رغول هم شامل دي.

وړاندې راپورونو ویلي، و چې ډونالډ ټرمپ به راتلونکې اونۍ د افغانستان او سیمې لپاره د ملي امنیت کمېټې له غړو سره د نوې اعلانیدونکې سټراټیژۍ په اړه بحث وکړي.
له دې سره د امریکا کانګریس هغه مسوده  هم تصویب کړې چې له پاکستان سره مرستې پکې په مشروط ډول دي.
له تېرو څو میاشتو راهیسې د افغانستان او سیمې لپاره د امریکا د نوې پالیسۍ په اړه تاریخونه ښودل کیږي؛ خو لا هم د نامالومو دلایلو له مخې نه ده اعلان شوې.
له دې سره د امریکا کانګریس د دفاعي پاليسۍ بودجه تصویب کړه چې له پاکستان سره مرستې پکې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې مشروطې شوي دي.
له پاکستان په ټینګه غوښتنه شوې چې د پاکستان له لارې به افغانستان ته د ناټو د کاروانونو مصوونیت تضمینوي، پاکستان د ترهګرۍ ضد رښتیني مبارزه کوي ، له طالبانو او حقاني شبکې سره به اړیکې پرې کوي او پر افغانستان به بریدونه دروي.

له هند سره په نوې تصویب شوې دفاعي پالیسۍ کې بیا د اړیکو په جوړولو ټينګار شوی، د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو وزارت به یو چوکاټ جوړوي