د قطر ټولنیزې شبکې هېک شوي دي

لیدنې: 165

متحده عرب اماراتو د قطر خبري ویبپاڼې او ټولنیزې شبکې هیک کړي دي.


واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپل وروستي راپور کې ویلي؛ متحده اماراتو په تیرې مې میاشت کې د قطر پر ویبپاڼو انټرنیټي برید کړی او لیکلي یې دي چې د قطر امیر د حماس ډلې ستاینه کړې او ویلي یې دي چې ایران یو اسلامي قوت دی.
واشنګټن پوسټ دا خبرې د امریکا د استخباراتي چارواکو له خولې لیکلې دي.
قطر هم تیره مې میاشت کې ویلي و چې انټرنیټي بریدګرو د دوی پر ویبپاڼو بریدونه کړي او  ناسم خبرونه یې ترې خپاره کړي دي.