اتمر په رسمي سفر قزاقستان او ازبکستان ته ولاړ

لیدنې: 189

د ملي امنیت شورا سلاکار قزاقستان او ازبکستان ته په رسمي سفر ولاړ.


محمد حنیف اتمر به د قزاقستان او ازبکستان له سیاسي او امنیتي چارواکو سره د ثبات په ټینګښت او د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې په لارو چارو خبرې وکړي.
د ملي امنیت شورا وايي، چې اتمر به له قزاقستاني چارواکو سره د دواړو هېوادونو په هر اړخیزه همکاریو هم بحث وکړي.
د ملي امنیت شورا سلاکار به له قزاقستان وروسته ازبکستان ته لاړ شي او هلته به امنیتي او سیاسي چارواکو سره د دواړو هېوادونو په هراړخیزو همکاریو بحثونه وکړي.
اتمر به له د ازبکستان ولسمشر له اقتصادي سلاکار سره د دواړو هېوادونو په سیاسي او اقتصادي همکاریو هم خبرې وکړي.