افغان‌ځواکونو د ناوې ولسوالي په بشپړه توګه ونیوه

لیدنې: 41

د هلمند ناوې ولسوالۍ مرکز کې د افغان حکومت د حاکمیت ملي بیرغ پورته شو.


د ناوې ولسوالۍ د نیولو لپاره ګډو افغان ځواکونو طالبانو سره دوه ورځې پرلپسې مخامخ نښتې وکړې چې د طالبانو په ماتولو کې د هوايي ځواکونو رول ډیر اغیزمن تمام شو.
افغان ځواکونه نن سهار  د ناوې مرکز ته ورسیدل او هلته یې د طالبانو بیرغ او په چوکونو کې لګیدلي لوحې ټولې کړې او د ولسوالۍ په مرکز کې یې ملي بیرغ پورته کړ.
تر اوسه په دغو جګړو کې دواړو لوریو ته د اوښتې مرګ ژوبلې کره مالومات نشته .
د هلمند ناوې ولسوالي له تیر یو کال راهېسې د طالبانو تر کنټرول لاندې وه.
طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.