پاکستان دې نور افغانستان ته دوکه نه ورکوي

لیدنې: 144

پاکستان دې په ښکاره شعارونو افغانستان او نړۍوالو ته دوکه نه ورکوي.


ملي دفاع وزارت وایي، د ترهګرو مرکزونه د پاکستان په امن ځایونه کې دي او افغانستان ته دې د جګړې لپاره نه راستوي.
په ورته وخت کې ملي دفاع وزارت وایي، د هلمند ناوې ولسوالۍ یې له طالبانو پاکه کړې او اوس درې ولسوالۍ تر امنیتي ګواښونو لاندې دي.
پاکستان تکل لري چې د ډیورنډ کرښې اوږدو کې د ترهګرو د فعالیتونو د مخنیوي په پلمه ۲۰۰ پوځیان ځای پر ځای کړي.
ملي دفاع وزارت وایي، طالبان، حقاني شبکه، داعش او نورې ترهګرې ډلې د پاکستان په امن ځایونو کې مرکزونه او روزنځایونه لري او په دې ډول اقداماتو دې افغانستان او نړیوالې ټولنه نه تېر باسي.

د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش داسې وویل (( ولې پاکستان په خپله خاوره کې لشکر طیبه، لشکر جنګوي، طالبانو او داعش ډلې ته په خوندي ځایونو کې ځای ورکړی او د جګړې له‌پاره یې افغانستان ته را لېږي؟ په پاکستان غږ کوو چې نور دې په دروغو ویلو افغانستان او نړۍوالو ته دوکه نه ورکوي.))

ملي دفاع وزارت د هلمند ناوې ولسوالي یې له طالب وسلوالو پاکه کړې او هڅه یې دا ده چې د نورو وزارتونو په همکارۍ خلکو ته عامه خدمتونه برابر کړي.
افغانستان کې د ناپېژاندو چورلکو د ناستې ادعاوې شواهد تر اوسه نه دي په ډاګه شوي او د ددفاع وزارت غوښتنه دا ده چې په دې تړاو دې ویډیو یا عکسونه له دوی سره شریک کړي چې الوتکې چرته او څنګه په شکمنو سیمو کې ناستې کوي.

خبریال

ذبیح‌الله شینواری

سمونه

جان‌محمد مومند