د ګمرکونو ۴۰سلنه عواید شخصي جېبونو ته ځي

لیدنې: 208

له فساد سره د مبارزې د لاسته راوړنو کنفرانس او په ګمرکونو کې د فساد برسېره کېدل!


د افغانستان د ګمرکونو ۴۰ سلنه عایدات شخصي جېبونو ته ځي.
د ولسي جرګې له ادراي فساد سره د مبارزې کمېسیون مشره وايي، د ګمرکونو د کار کوونکو کار جوړ دی او عادي مامور یې د ورځې په سلګونه زره افغانیو قناعت نه کوي.
له دې سره د روڼتیا د څار بنسټ  هم ټینګار انديښنه ښودلې چې د هېواد په ګمرکونو کې فساد خپلې لوړې کچې ته رسېدلی دی.
د ولسي جرګې له اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون وايي، فساد په نړیواله کچه د افغانستان باور په صفر کې ضرب کړی او په کور دننه یې حکومتي چارې ټکنۍ او د خلکو او حکومت ترمنځ واټن زیات کړی دی.

د ولسي جرګې له اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون مشر حمیران ایوبي او د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ مشر سید اکرم افضلي داسې وویل (( د افغانستان د ګمرکونو څلوېښت سلنه عواید د افرادو او ډلو جېبونو ته ځي،،،، زموږ سرویې ښيی چې د افغانستان په ګمرکونو کې اداري فساد اوج ته رسېدلی دی او دغه فساد د افغان حکومت له‌پاره ستره ننګونه ده.))

ولسمشر څه موده وړاندې د کورنیو چارو وزارت د فساد زړه یاد کړی و او په دې وزارت کې يې د جدي اصلاحاتو غوښتنه کړې وه.
د ولسي جرګې له اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون هم کورنیو چارو وزارت او یو شمېر نورې ادارې د فساد کورونه وبلل.

د ولسي جرګې له اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون مشره حمیرا ایوبي داسې وویل (( نفتو او ګازو، نورم او سټندرد ادارې او کورنیو چارو وزارت هغه ارګانونه دي، چې تر ټولو زیات فساد په کې کېږي.))

بلخوا د کورنیو چارو وزارت هم فساد مني خو ټینګار یې دا دی، تر هغه چې د اړیکو پر بنسټ د ګمارونو ټغر ټول نشي، فساد به نور هم زیات شي.
غونډې ته د بهرنیو بنسټونو استازو هم له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د حکومت شوې هڅې وستایلې؛ خو پر دوام یې ټینګار وکړ.
دوی وویل، فساد د افغانستان لپاره لویه ننګونه او ولس باید په دې برخه کې له حکومت سره همکار وکړي.


خبریال
فضل‌ربي شینواری
سمونه
جان‌محمد مومند