د حکومت په مقابل کې سیاسي بلاکونه

لیدنې: 178

د حکومت په مخالفت کې بل اپوزیسون خپل موجودیت اعلان کړ.


د افغانستان د خلکو محور په نوم بنسټ چې غړي یې د مخکیني ولسمشر حامد کرزي مامورین دي وایي، د نظام د سقوط نه، خو د اصلاح لپاره د اپوزیسیون له لارې سیاسي مبارزه پیلوي.
د محور د غړو په باور د حکومت ناسمو سیاستونو او خپلمنځیو جنجالونو افغانستان په سیاسي، امنیتي او اقتصادي کړکېچ کې ښکیل کړی چې د افغانستان ملګري هېوادونه یې ځان ته دښمنان کړي دي.
د افغانستان د خلکو محور په نوم اپوزیسون دلته د حکومت په مخالفت کې خپل موجودیت اعلان او ځان یې د حکومت اپوزسیون اعلان کړ
دلته په خلکو د حکومت منفي کارکړنې په دې ویډو کې وکتل شوې او وروسته د حکومت مشران له سختو نیوکو لاندې ونیول شول
د امنیت شورا پخوانی سلاکار چې د اپوزیسیون د بنسټ ایښودونکو یو دی وایي، د حکومت ناسم سیاستونه د دې لامل شول چې د افغانستان سیمه ییز همکاران د طالبانو ملګري او زمونږ دښمنان شي.

د محور غړی رنګین دادفر سپنتا داسې وايي (( کمزوری بهرنی سیاست او دداعش پر وړاندې کمزورې جګړه ددې لامل شوه چې روسیې سره د افغانستان اړیکې کمزورې او دغه هېواد په ښکاره طالبانو سره دداعش د ځپلو لپاره اړیکې جوړې کړي.))

دلته نیوکې په پاکستان هم شوي چې د ډیورنډ کرښې اوږدو کې د اغزن تار او خندقونو په جوړولو سره دغه هېواد غواړي ډیورنډ کرښه په مونږ تحمیل کړي او له دې لارې خپلې اشغالي سیمې پراخې کړي.
دا خلک وایي، هېوادونو سره اړیکې خرابې شوي او لرې نه ده چې افغانستان د سیمې او نړۍ په یو لوی نیابتي جنګ بدل شي.
د محور په باور امریکا د ستراتیژیک تړون په اساس د ګاونډیانو د تیرې په برخه کې همکاري نه ده کړې او له ترهګرۍ سره روانه مبارزه کې نړۍوال یوالی نه لري، خو اوس باید ترهګرۍ سره مبارزه کې هغه هېوادونه په نښه شي چې ترهګر روزي او ملاتړ یې کوي.
د ملي امنیت پخواني مشر بیا خبرداری ورکړ که په وضیعت کې ښه والی رانه شي د یو لوی بحران لامل به شي.

د محور غړی رحمت الله نبیل وايي (( روان وضعیت ته باید د ملي یووالي حکومت د پای ټکی کېږدي، که نه موجوده نظام چې د افغانانو په وینو او سرښندونو رامنځته شوی دی له ستر بحران سره مخ شي چې دا به د افغانستان په خیر نه وي.))

دغه تازه اعلان شوی اپوزیسیون وایي، د نظام د کمزورۍ نه بلکې اصلاح یې غواړو خو په حکومت کې د ورګډېدو هوډ نه لرو او د ټاکنو پر وخت ترسره کېدل یې حکومت ته سره کرښه ده.
یوه وېره دا وښول شوه چې په سویل کې د بندونو ویجاړۍ لپاره ۴۰ ګروپونه سره یو شوي.
 د حکومت په مخالفت کې له تازه ایتلاف وروسته دا درېیم اپوزیسیون دی چې د حکومت په مخالف کې جوړیږي.
نیوکې په همدې سیاسیونو هم شته چې حکومت سره په امتیاز خفه شوي او د فشار لپاره کمین نیسي.


خبریال
ذبیح‌الله خورشيدي
سمونه
جان‌محمد مومند