د افغانستان ګمرکونه به عصري او له فساد پاک شي

لیدنې: 210

مالیې وزارت د ګمرکونو نړۍوال سازمان سره تړون لاسلیک کړ.


د ماليې وزارت د ګمرکونو له نړۍوال سازمان سره د ګمرکونو د عصري کولو هوکړه لاسلیک کړه.
ماليې وزارت وایي، له دې سیستم سره به په ګمرکونو کې د فساد مخه هم ونیول شي.

د ګمرکونو نړۍوال سازمان باور لري چې په دې سیستم سره سوداګري پراخیږي او عوایدو ګراف پورته کیږي.
افغانستان چې درې کاله وړاندې د دې سازمان غړیتوب ترلاسه کړ اوس به د ګمرک په برخه کې ظرفیتونه روزي او ګمرکي سیستم به عصري کوي چې د فساد مخه ونیول شي.

ماليي وزیر اکلیل حکیمي داسې وویل (( متسفانه افغانستان هغه زیربناوې چې لازمې دي هغه قانوني چوکات چې د سیمې د تجارت لپاره ضرورت دی په اسیا کې موجو دی په افغانستان کې دغه څه نه لرو موږ ونتوانیدو چې د اتصال نقطه رامنځته کړو خو اوس په هغه لور باندې روان یو موږ ثابته کړه چې په هغه لور باندې روان یو په ګمرکونو دغه څه منځته رواړي دي،))

د ګمرکونو نړیوال سازمان استازی باور لري چې د ګمرکونو په عصري کولو سره به عواید زیات شي او د خلکو باور به بیرته ترلاسه شي.

سکرتر جنرال او د یاد سازمان پلاوی کانیو میکوریا داسې وویل ((  ګمرکات له نورو هیوادونو سره روابط ورکوي موږ خوښ یو چې د افغانستان په ګمرکاتو کې عصري والی راشي او موږ غواړو ظرفیتونه جوړ کړو په ګمرکاتو کې پروسې اسانه شي په ګمرکاتو کې د غیرې قانوني کړنو مخه ونیول شي))

افغانستان کې ګمرکونه د فساد سرچینه یادیږي او په تازه راپور کې موندل شوي چې د ګمرکونو څلويښت سلنه عواید د خلکو جیبونو ته ځي.