له افغانستان سره د چین د دوه اړخیزو همکاریو تازه ژمنې!

لیدنې: 282

د افغانستان امنیت د چین امنیت دی او  چین هر برخه کې افغانستان ته لاس ورکوي.


کابل کې د چین سفارت وایي له افغانستان سره ځکه اقتصادي او سیاسي مرستې کوي چې د دواړو هیوادونو ثبات او پرمختګ سره تړلی دی.
د چین د ګن سو ولایت یو ډله چې د بامیانو ولایت یې لیدنه کړې وایي دواړه هېوادونه ګډ تاریخي او فرهنګي مشترکات لري او چین پلان لري چې  یو کمر بند او یولار  پروژه  هم د بامیانو له مسیر تیر کړي.
کابل کې د چین سفارت وایې چین او افغانستان سیمه کې ګډې ګټې لري او ژمنه کوي چې هیواد به د افغانستان سولې او پرمختګ ته کار وکړي.


کابل کې د چین سفارت سیاسي قونسل زانګ جیشن داسې وايي ((  د افغانستان امنیت د چین امنیت دی،ځکه چین افغانستان کې د اقتصادي پرمختګ سربیره افغان سولې او ټیکاو ته کار کوي. چین او افغانستان ګډې اقتصادي او سیاسي ګټې لري))

د چین د ګن سو ولایت یو څلور کسیز پلاوی چې تازه یې د بامیانو ولایت لیدنه کړې وایي د دواړو هېوادونو خلک ګډ تاریخي ارزښتونه لري او ډاډ ورکوي چې بامیانو سره به اقتصادي، کلتوري او تحصیلي مرستې ډیرې کړي.


د بهرنیو هیوادونو لپاره د ګن سو ولایت د ولسي ټولنې مرستیال لیو شیالین وايي((  بامیان د ګن سو ولایت لپاره ځانګړی ارزښت لري، ځکه دواړه سیمې ګډ تاریخي او فرهنګي مشترکات لري. چین پلان لري چې د یو کمر بند یو لار هم د بامیانو ولایت له خاورې تیره کړي.
مونږ د بامیانو والي او بامیانو د پوهنتون سره هوکړه وکړه چې د بامیانو محصلینو او ښوونکو ته د ګن سو د ټنکنالوژۍ پوهنتون کې لوړې زده کړې ورکړو))
 چین وایي افغانستان د یو کمر بند یو لار کې کلیدي رول لري او په عملي کیدو به یې افغانستان کې زیربنایي پروژې پلي شي.
د دغې لارې جوړیدو لپاره بیجینګ شاوخوا  ۱۲۴ میلیارد ډالر ځانګړي کړي.


خبریال
شریف الله شریف
سمونه
جان‌محمد مومند