له طالبانو سره د سولې لپاره همدا مناسب وخت دی

لیدنې: 401

د خلاصون لارې شورا وايي ښايي درې کاله وروسته طالبان په داعش کې مدغم شي.


د طالبانو په اړه د خلاصون  لارې شورا وړاندوینه داده، چې درې کاله وروسته به داعش کې مدغم شي چې بیا به ور سره سوله د افغانستان لپاره هیڅ ګټه ونکړي.
یادې شورا همدا راز افغانستان ته د نورو امریکايي سرتېرو راتګ د جګړې د دوام په مانا وباله.
د افغانستان د اوسنۍ جګړې د پای او د سولې په اړه بېلابېل بنسټونه خورې ورې هڅې کوي، خو په دغه برخه کې د عملي اقدام داسې کوم څرک نه دی حس شوی چې خلک دې د دغه پروسې په اړه هیله‌مند کړي.
دا خلک د امریکا پراخ پوځي حضور او د سرتېرو رالېږل د حل لار نه بولي ترڅنګ يې اندېښنه ښيي چې اوسمهال طالبان او داعش ځینې بریدونه په همغږۍ کوي چې ښايي څه وخت وروسته داعش طالبان د ځان په رنګ کړي.


د ملي ثبات ټولنې مشر ضیاء الحق امرخېل او د افغانستان د سوله ییز حل ټولنې مشر فاروق اعظم داسې وايي(( مونږ او تاسو او یا په ټوله کې افغان حکومت طالبانو سره سوله ونه کړي دې کې هیڅ شک نشته چې په راتلونکو درې کلونو کې به د طالبانو قوت کمېږي او داعش سره به یو ځای کېږي چې بیا په هغه وخت کې سوله هیڅ مانا نلري. چې په یو نیم لک یې ونه ګټه په دوه زره درې زره او لس زره به دا جنګ څنګه وګټي ، دلته د جنګ ګټلو خبره نه ده دلته د جنګ د ادامې لپاره هلې ځلې کېږي))
 
په داسې حال کې چې ویل کېږي امریکا افغانستان ته  زرګونه نور امریکايي سرتېري را استوي، ټینګار وشو چې د دغه سرتېرو د راتګ موخه او د بېرته وتلو مهالوېش دې هم ډاګیز شي.


د خلاصون لار شورا مشر سید اکبراغا او د افغانستان د سوله ییز حل ټولنې مشر فاروق اعظم داسې وايي(( دا پوځیان دې چې افغانستان ته رالېږي ایا دا اعلان هم تا کړی چې دا پوځونه به دې کله وځي؟ په کومو شرایطو به وځي او دلته مې د څه لپاره درلېږلي دي او ایا سوله به راځي که نه؟ او که دا د دوی په اصطلاح نه ختمېدونکې معامله ده))
باور دا دی چې افغانستان کې روانه  جګړه امریکا او متحدین یې د خپلو ګټو لپاره کوي او امریکا مستیقماً د افغانستان له خاورې خپل رقیبان روسیه او چین له دغه ځایه ګواښي، نو ځکه يې د  جګړې اور بل ساتلی دی.


خبریال
خالد تکل
سمونه
جان محمد مومند