هوايي بریدونو ترهګرې ډلې ځپلې دي

لیدنې: 260

کپټن بیل سلوین وايي د بې پیلوټه الوتکو بریدونو ترهګرې ډلې سختې ځپلي دي.


 افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو غوڅ ملاتړ ماموریت وایي، بې پیلوټه الوتکو بریدونو له یوې خوا وسلوالو ته درنه مرګ ژوبله اړولې او له بل لوري یې د ملکي مرګ ژوبلې کچه صفر ته راښکته کړې.
ملي دفاع وزارت هم تاییدوي چې د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکو ترهګرې ډلې کمزورې کړي او ملکي تلفات یې هم راکم کړي.
افغانستان کې د جګړې فصل پیل شوی، طالبان، داعش او نږدې اتلس نورې ترهګرې ډلې د افغان او بهرنیو پوځیانو پر وړاندې جګړه کوي.
افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د غوڅ ملاتړ ماموریت ویاند له شمشاد سره د یوې ځانګړې مرکې په مهال وویل چې د بې پیلوټه الوتکو  بریدونو کې ترهګرې ډلې سختې ځپلي او ورسره همهاله د ملکي وګړو مرګ ژوبله هم صفر ته راښکته شوې ده.


افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت ویاند  کپټن بیل سلوین (( هوایي بریدونه ډېر اغیزمن دي، د بې پیلوټه الوتکو بریدونه په افغانستان او د نړۍ په هر ګوټ کې د ترهګرو ډلو پر وړاندې زمونږ ښه توانمندي ده. دې الوتکو د ترهګرو اصلي ځالو په نښه کولو کې زیاته مرسته کړې او ملکي مرګ ژوبله یې هم صفر ته راټيټه کړې ده.))
ملي دفاع وزارت هم په جګړه کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو رول مهم ګڼي او تاییدوي چې ملکي مرګ ژوبله یې راکمه کړې ده.


د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش وايي(( د افغانستان په جګړه کې د بې پیلوټه الوتکو بریدونو مهم رول لوبولی او هر ځل یې وسله‌وال مخالفین په نښه کړي دي. په هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله د پخوا په پرتله څو برابره کمه شوې او د بې پیلوټه بریدونو کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله صفر ته را ټیټه شوې ده))
د غوڅ ملاتړ ماموریت وایي، چې پر داعش او نورو ترهګرو ډلو به هوایي بریدونو ته دوام ورکړي او د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې به زیاتوالی راشي.
خبریال

ذبیح‌الله شینواری

سمونه

جان محمد مومند