چين په ملګرو ملتونو کې له ایران ملاتړ وکړ

لیدنې: 249

چین په ملګرو ملتونو کې خپل شکایت ثبت کړ.


ملګرو ملتونو د ایران د اټومي پروګرام په تړاو پر ایران او چین نوي بندیزونه لګولي او چین په دې تړاو په ملګرو ملتونو کې خپل شکایت ثبت کړی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند هووا چون‌ینګ داسې ویلي ((چین؛ ملګرو ملتونو ته خپل شکایت وړاندې کړی او هیله لري چې امریکا به په دې موضوع کې ټولو ښکیلو خواو ته په درناوي سره او د ټولو ګټو ته په کتو غبرګون وښيي. موږ هیله لرو چې امریکا به د ایران اټومي موضوع د خبرو له لارې هواره کړي))


ایران په ۲۰۱۵ کال کې له امریکا او نورو سترو هیوادونو سره اټومي تړون لاسلیک کړی و خو ټرمپ دغه تړون ته هیڅ پاملرنه و نه کړه او پر ایران یې نوي بندیزونه ولګول.
چین له ایران سره نږدې سوداګریزې او ډیپلوماټیکې اړیکې لري او د ۲۰۱۵ کال د تړون پر اساس یې له ملګرو ملتونو غوښتي چې پر ایران نوي لګیدلي بندیزونه لرې کړي.