د کلیو پراختیا وزارت ۲میلیارده افغانۍ سپما کړي

لیدنې: 241

د کلیو پراختیا او بیارغوني وزارت تیر کال کې دوه میلیارده افغانۍ سپما کړې.


وزیر وایي، دا سپما یې د یو سلو دوه پنځوس پروژو قراردادونو،تیلو او ورځنیو لګښتونو کې له فساد سره مبارزې په پایله کې کړې ده.
د کلیو پراختیا وزارت کې د اصلاحاتو او فساد سره مبارزې پایله کې نږدې ۲ میلیارده افغانۍ سپما شوي دي.
وزیر وایي دا سپما وزارت کې له اداري فساد سره مبارزې، د موازي ادارو لمنځه وړلو، کار اهل کار ته سپارلو، ظرفیت لوړولو، قانون تطبیق او اصلاحاتو پایله کې شوې ده.
د کلیو د پراختیا او بیا رغونې وزیر نصیر احمد درانی وايي(( په تېر یو کال کې چې ما د  ۸ میلیارده دوه سوه نهه نوي میلیونه یوسل څلور نوي زره ۷۴۷ افغانۍو په ارزښت ۱۵۲ قراردادونه لاسلیک کړي دي عملاً مو دغه قراردادونه شپږ میلیاره پنځه سوه او دېرش میلیونه یوسل او څلوېښت زرو او ۵۸۶ افغانۍو ته را ټيټ کړي دي))
د دراني په خبره په تیرو دوو کلونو کې یې یواځې د تیلو په قراردادونو کې څلور اشاریه اوه میلیونه افغانۍ سپما کړي دي.
نصیر احمد درانی داسې وايي(( د فساد پر ضد زموږ اراده قوي ده او دوام به لري د ۱۳۹۶ کال لپاره مو پلان دا دی هغه پروژې چې په پلان کې لرو تطبیق کېږي به))
د کلیو پراختیا او بیارغونې وزیر نصیر احمد درانی نا امني د پروژو د پلي کېدو پر وړاندې لویه ننګونه یادوي او په دې برخه کې د سیمې د خلکو همکاري غواړي.
خبریال
شریف الله شګیوال
سمونه
جان‌محمد مومند