د ننګرهار په ملي‌راډیو ټلوېزیون د وسله‌والو برید!

لیدنې: 241

ننګرهار په ملي راډیو ټلویزیون برید کې شپږ تنه وژل شوي او ۱۷ نور ټپيان دي.


برید سهار لس بجې د ولایت مقام ته نږدې پښتونستان واټ کې د  ملي راډیو ټلویزیون په ودانۍ څلور بریدګرو په یو ځانمرګي برید پيل کړ.
دې برید څلور ساعته دوام وکړ او د ملي راډیو ټلویزیون زیات کارمندان په دروازه کې له چاودنې څو شېبې وروسته له خوندي لارې وتلي و او ځینې چې پاتې و، ځانمرګو وژلي دي.


د تلوېزیون یو کارکوونکی وايي (( په اتاق کې ناست و، چې د چاودنې غږ شو او دې غږ سره سم ډزې پیل شوې، نور په ځان پوه نشوم چې څه روان دي او نه مې خپل همکاران ولیدل چې په کومه لاره لاړل))
برید کې د ملي ټلویزیون څلور کارمندان او دوه پولیس وژل شوي او ۱۷ نور ټپيان دي چې لارویان پکې هم شامل دي.


د ننګرهار والي ګلاب منګل داسې وايي(( په دې برید کې دوه پولیس او څلور عام وګړي وژل شوي دي، یو تن د کمانډو ځواکونو سرتیری، دوه د ملي امنیت سرتیري او درې تنه پولیس ټپیان شوي چې روغتیايي وضیعت یې د ډاډ وړ دی مجموعاً په دې برید کې ۱۷ تنه ټپيان شوي دي))
هر کله له چاودنو سره سم خلک خوندي ځایونو ته ځان رسوي او د پېښې له ځآی وځي، خو د نن ورځې د یو ځوان میړانه چې د پېښې په ځای کې یې سرتېرو، ټپيانو او نورو خلکو سره همکاري کوله، دا ځوان له دې ډیر کار کول غواړي چې د پېښې له قربانیانو او سرتېرو سره مرسته وکړي، خو چانس ورته نشته.


(( که چې چاودنه وشوه خلکو منډې وهلې خو زه وړاندې راغللم چې څه خبره ده، په دې وخت کې د ملي اردو ځواکونه، پولیس او خاص ځّواکونه هم را ورسېدل زما خو نور څه په وس کې نه و د اوبو بوتلونه پراته و ما هم په سرتېرو وویشلې))
د ولایت مقام په څو مترۍ او د جلال اباد ښآر زړه ته له وسلو او چاودیدونکو توکو سره رسیدل کوم اسان کار نه دی.
دې ښار کې زیات نامسووله وسله وال شته چې له خلکو یې ترهګر او مسوول کسان ورک کړي دي.


عام خلک په دې اړه داسې وايي(( هېله لرم چې زموږ حکومت دومره پياوړی شي چې چاته د یو میل وسلې ګرځولو اجازه هم ورنکړي، دا ډول بریدونه د حکومت د بې کفایتۍ له امله ترسره کېږي چې هر چاته یې وسله ورکړې ده او په ښارونو کې یې ګرځوي ترهګر، ناقانونه وسله‌وال، زورواکی او چارواکي په کې نه دی معلوم))
بریدګر چې څلور کسان و، لومړی یې دروازه چاودولې او درې نورو جګړه وکړه چې د ملي راډیو ټلویزیون ودانۍ او وسایل یې هم خراب کړي، د ملي اردو سرتېرو د جګړې پرمهال یو مشکوک کس هم ونیوه چې ځانمرګی یې یادوه، خو تراوسه نه ده مالومه، له برید وروسته وضعیت عادي شو، او ښاریان له انديښنو سره د دې برید په تړاو کیسې کوي او د نورو په اړه انديښنې لري.
د برید مسوولیت داعش وسله‌والو منلی.


خبریال
عبدللطیف احساس
سمونه
جان‌محمد مومند