د دوو سترو بریدونو څېړنې لاهم نه دي بشپړې شوي

لیدنې: 266

په کابل او بلخ کې د خونړۍو بریدونو په تړاو پنځوس مسوولین له دندو ګوښه شوي.


په سردارد محمد داود خان او شاهین قول اردو د بریدونو په تړاو پنځوس مسوولین له دندو لیرې شوي او څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.
ملي دفاع وزارت وایي، له نیول شویو مسوولینو تر اوسه څېړنې روانې دي او وروستۍ شوې نه دي.
له دې بریدونو میاشتې تېرې شوي، خو وروستۍ څېړنې له ولس سره نه دي شریکې شوي چې د ولسي جرګې له نیوکو سره مخ دي.
له کلونو راهیسې په هېواد کې له سترو بریدونو سره جوخت حکومت د پېښو څېړلو لپاره پلاوي ټاکي او کمېسیونونه جوړوي، چې پایلې يې ډېری کسانو ته د منلو نه وي.
په وروستیو کې درېیو میاشتو کې په کابل او بلخ ولایتونو کې دوه خونړي بریدونه وشول، چې لسګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله او حکومت یې د څېړلو لپاره پلاوی وټاکه.
ملي دفاع وزارت وايي، د دواړو پېښو په تور يې پنځوس مسوولین نیولي، چې څېړنې ترې روانې دي او ژر به یې پایلې معلومې شي.

د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش داسې وايي(( د سردار محمد داودخان او د شاهین ۲۰۹ قول اردو باندې د بریدونو په تړاو پنځوس تنه مسوولین له دندو ګوښه شوي او لوی څارنوالۍ ته معرفي شوي دي. د روغتون په برید کې دناغیړي له کبله ۲۴ او بلخ کې د شاهین قول اردو د برید په تړاو ۲۶تنه څارنوالۍ ته معرفي شوي او له دوی څېړنې روانې دي چې پایلې به یې تاسو سره شریکې کړو))

په سردار محمد داود خان او شاهین قول اردو د بریدونو په تړاو ملي دفاع وزیر او د پوځ لوی درستیز له خپلو دندو استعفا وکړه او په دغو دوو مرکزونو بریدونه یې د امنیتي مسوولینو بې غوري وبلله.
د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، حکومت دې نور له سترو پېښو وروسته د پلاوي ټاکلو او کمېسیون جوړولو دود پای ته ورسوي او د بریدونو د مخنیوي لپاره دې لاس په کار شي.


د ولسي جرګې غړی قیس حسن وايي(( تل د داسې بریدونو د څېړلو لپاره لوړ رتبه پلاوي ټاکل کېږي خو پایلې یې ملت سره نه شریکې کېږي چې دا پخپله د ملت په حق کې خیانت دی. د سردار محمد داودخان پر روغتون د برید د څېړلو لپاره هم پلاوی وټاکل شو څه شوې د هغه پلاوي پایلې چې اوس یې د بلخ پیښې لپاره ټاکلی دی ؟ د پلاوي ټاکل او بیا یې خلکو سره پایلې نه شریکول ملت ته یو ډول بازي ورکول دي ))
په سردار محمد داود خان روغتون د برید مسوولیت داعش ډلې په غاړه واخېست او په بلخ کې په شاهین قول اردو د بریدونو مسوولیت طالبانو منلی دی.
که څه هم په شاهین قول اردو د برید د مرګ ژوبلې په تړاو د بېلا بېلو ارقامو راپورونه ورکول کېږي؛ خو دفاع وزارت وايي، په برید کې ۱۳۵ سرتېري وژل شوي او له سلو زیات ټپیان دي.


خبریال
فضل‌ربي شینواری
سمونه
جان‌محمد مومند