د سوېلي او شمالي کوریا تر منځ د جګړې احتمال شته!

لیدنې: 350

سویلي کوریا؛ له شمالي کوریا سره د جګړې چمتو والی نیسي.


د سویلي کوریا ولسمشر؛ مون جاين، دغه هیواد ته د څه باندې اته ویشت زره امریکايي ځواکونو له رسیدو سره سم له شمالي کوریا سره د جګړې د پیل غږ وکړ.
د سویلي کوریا ولسمشر وايي؛ له شمالي کوریا سره د جګړې د پیل زیات امکانات شته دی.
د سویلي کوریا نوی ولسمشر؛ مون جاین وايي؛ شمالي کوریا د خپل اټومي پروګرام د پای ته رسولو هیڅ پلان نه لري او دې کار سویلي کوریا مجبوره کړې ده چې د جګړې له پاره چمتو والی ونیسي.

د سوېلي کوریا ولسمشر مون جاین وايي ((  زموږ پوځ له سویلي کوریا سره د جګړې له پاره چمتو والی نیسي. موږ د هیڅ ډول پارونکي فعالیت پر وړاندې په بیړنۍ توګه د ځواب ورکولو پلان نه درلود خو اوس امکان لري چې له شمالي کوریا سره په شمالي برخو کې زموږ جګړه پیل شي.))
مون؛ سویلي کوریا ته د ۲۸۵۰۰ امریکايي ځواکونو له رسیدو وروسته دا خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د شمالي کوریا امنیتي ځواک له دوی څخه څو چنده زیات دی خو سویلي کوریا چمتو ده چې د هغوی پر وړاندې له خپل هیواد څخه دفاع وکړي.