افغان پوځ سره د سیمې هېوادونو مرستې!

لیدنې: 277

د سیمې پیاوړي هېوادونه له افغان پوځ سره لازمې مرستې نه کوي.


له دفاع وزارت سره مرستې د سیاستونو له امله کم رنګه شوي او ټینګار کوي چې ملګري هېوادونه دې د ترهګرۍ پرضد مبارزه کې له افغان ځواکونو سره مرستې وکړي.
روسیه، چین او هندوستان هغه هېوادونه دي چې له افغانستان سره یې مرستې کولې خو اوس په شا شوي دي.
روسیې، هند او چین د نوي حکومت په پيل کې د پام وړ مرستې وکړې او د نورو ژمنې یې هم وکړه چې اوس یې ځان شاته نیولی دی. ((هندوستان:   هند د افغانستان له پوځ سره د مرستو په لړۍ کې د ۱۱ ام آی ۳۵ ډوله هلیکوپټرونو او ۷ نظامي ټرانسپورټي الوتکو  د ترمیم لپاره د پرزو مرسته کړې، چې لګښت یې شاوخوا ۵۰ میلیونه امریکايي ډالر ښودل شوی دی. د دې تر څنګ هند د افغانستان پوځ ته ۴ ام آی ۲۵ ډوله هلیکوپټرونه هم د ۲۰۱۶ کال د نومبر په ۲۶ مه ورکړې دي.
روسیه:   روسیې هم له افغان پوځ سره د نظامي مرستو په توګه ۱۰ زره کلاشینکوفونه افغان حکومت ته ورکړي دي. افغان حکومت له روسیې غوښتي، چې له افغان پوځ سره دغه ډول نظامي مرستو ته دوام ورکړي.
چین:   چین له افغان پوځ سره د نظامي مرستو په توګه لوجیستیکي تجهیزات، د پوځي ټانکونو پرزې، وسلې او مهمات ورکړي دي))

دفاع وزارت وايي، اوس  یوازې له افغان دولت سره په لویه کې امریکا او د ناټو په چوکاټ کې ښکېل هېوادونه مرستې کوي او د سیمې هېوادونو ځان شاته نیولی دی.
د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش وايي (( تر هغه ځایه چې افغان پوځ د سیمې هېوادونو مرستو ته اړتیا لري او زموږ تمه ده دوی مرستې نه دي کړي ، ځینې سیاسي ستونزې شته چې افغان پوځ سره یې د سیمې د مهمو هېوادونو د مرستو مخه نیولې ده موږ اوس هم د سیمې له هېوادونو غواړو چې د ترهګرۍ په ځپلو کې افغان پوځ سره مرستې وکړي څو دوی هم له ګواښونو خلاص وي))

اوس پوښتنه دا ده چې دغه مرسته کوونکي هېوادونه ولې له مرستو په شا شوي؟
پوځي کارپوه شېر خوستی وايي (( په ځینو مسایلو کې نړۍوالو ګرم نه دي موږ یو چې د نړۍوالو پام مو ځانته نه دی را جلب کړی))
په اوسینو شرایطو کې له یو خوا د جګړو سنګرونه تاوده شوي او له بل لوري افغان پوځ لا زیاتو مهماتو او تجهیزاتو ته اړمن دي.
حکومت ویلي چې سږ کال به افغان ځواکونو سره د امریکا مرستې زیاتي شوي او تازه یې د هوایي ځواک د پیاوړتیا لپاره د شپږ میلیارده ډالرو مرستې ژمنه کړې.
خبریال
حامد مایار