انسان تښتونو سوداګرو له پانګونې پښېمانه کړي.

لیدنې: 239

کابل کې پانګوال په رڼا ورځ د انسان تښتونکو لخوا تښتول کیږي.


سوداګر وایي انسان تښتونکي د مافیا او دولتي ملاتړ برخمن دي او نیول شوي مجرمین پرته له مجازاتو له زندان خوشې کیږي.
د کابل امنیه قومانداني بیا د پانګوالو د سر او مال د خونديتوب او لویه څارنوالي د قضیو د جدي څیړنو ډاډ ورکړی.
دا چاره اوس تر دې رسیدلې چې سړي تښتونکي په رڼا ورځ د کابل له امنو سیمو پانګوال او یا یې د کورنۍ غړي د پيسو ترلاسه کولو لپاره تښتوي.
روانه میاشت  یوې ډلې چې د امنیتي ځواکونو یونیفورم یې پر تن ؤ، د کابل وزیر اکبر خان ۱۳م سړک کې د یو سوداګر کور ته د پلټنې په پلمه ورننوتل، او د سوداګر ځوان زوی یې د پیسو لپاره وتښتوه.
که د دې کار مخه ونه نیول شي هیواد کې شته پانګوال به هم بهر ته لاړ شي.
د  سوداګرۍ او صنایعو خونې غړی شیرین آغا وايي (( موږ ته تر بل هر وخت او هر وګړي زیات ګواښونه متوجه دي ، امنیتي مسوولین زموږ د امنیت په برخه کې ناغېړي کوي. سوداګر په رڼا ورځ تښتول کېږي او بیا یې د خلاصون په بدل کې لکونه ډالر غوښتل کېږي سوداګر او پانګوال اړ شوي چې له هېواد نه خپلې سرمایې اوباسي ))
د کابل امنیه قوماندانۍ له ستونزو خبره ده، وایي ګڼ وسله وال غله یې نیولې او عدلي ارګانونو ته یې سپارلي.
د کابل امنیه قوماندانۍ د جنایي جرمونو سره د مبارزې مشر سالم الماس وايي (( دا ستونزه شته چې یوه ډله د امنیتي ځواکونو له یونیفورم نه  په ګټنې انسان تښتونې کوي خو په لږه موده کې مو ډېرې د وسله‌والو غلو ډلې نیولې او عدلي او قضايي ارګانونو ته مو سپارلې دي ))
هغوی چې کابل کې په ډا ډه زړه تښتونې کوي کوم عادي کسان ندي.
باور دا دی چې اختطاف ګر او مافیایي بانډونه د ځینو دولتي چارواکو حمایت لري او پرته له قانوني سزا له زندان خوشې کیږي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې غړی وايي (( کابل ښار د هېواد کوم لرې پروت ولایت نه دی، چې امنیتي پوستې، ځواکونه او پولیس دې په کې کم وي دا د هېواد پلازمینه ده، هغوی چې په رڼا ورځ انسان تښتونې کوي کوم عادي کسان نه دي دوی سره حتما جګپوړي دولتي چارواکي او امنیتي مسوولین همکاري او ملاتړ کوي))
لویه څارنوالي وایي د سوداګرو د حقوقو قضیې جدي څیړل کیږي او که څوک دې برخه کې شک او اسناد لري له دوی سره دې شریک کړي.
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي د شمشاد خبریال ته داسې ویلي (( هغه کسان چې په غلاوو او انسان تښتونې په جرم نیول شوي قضیې یې تر جدي تعقیب لاندې دي او که کوم څوک په دې اړه شک لري اسناد دې موږ سره شریک کړي))
له دې وړاندې د افغانستان صنعتکارنو ټولنې ویلي چې د افغان پانګوالو تښتونې د بهرنیو هیوادونو رهبري کیږي او دا کار افغانستان کې د پانګونې د سقوط هڅه ده.