د کونړ ښاروالي له سختو نیکو سره مخ ده

لیدنې: 212

کونړ ښاروالۍ یواځې نوم لري او ډیر مسوولیتونه یې یا هیر کړي او یا له توان نه دي پوره.


د اسعداباد اوسیدونکي د ښار د پراختیا غوښتنه کوي، خو ښاروالي بیا ځینې عوامل یادوي چې د کارونو مخه یې ډب کړې.
طبیعي ښکلا یي بې سارې خو د ښاري پراختیا لپاره یې هېڅ نه دي شوي.
د کونړ مرکز اسعداباد اوسنی ښار له لسیزو وړاندې پلان له مخې جوړ شوی چې اوس هم هماغسې پاتې دی.
نیوکې دا دي چې ښاروالۍ تش په نوم موجوده ده او د ښار پراختیا او نظم لپاره یې ګامونه نه دي پورته کړي.
د کونړ اوسېدونکي وايي (( د کونړ ښاروالي په نشت حساب ده، خپلومسولیتونو ته یې شا کړې او کارونه ترې پاتې دي د ښار پاکوالي په برخه کې هیڅ هم نه دي شوي د اوبو سیستم خو اصلاً دلته نه دی جوړ شوی. موږ او تاسو د ښار وضعیت پخپله ګورو چې په څه حالت کې دی دلته کثافاتو سړکونه او کوڅې ټولې نیولې دي سره له دې چې د کونړ ولایت له طبیعي ښکلا پوره برخمن دی خو د ښاروالۍ اداره په دې برخه کې ویده ده او هیڅ کار نه کوي.))
د دې کوچیني ښار په یوه داسې سیمه کې مسلخ جوړ شوی چې خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
غوښتنه داده چې د ښار پراختیا لپاره دې کار وشي او مسلخ دې یوې داسې سیمې ته ولېږدول شي، چې له ښاره لیرې وي.
د کونړ ښار اوسېدونکی محیب الله وايي (( تاسو ددې سیمې ښکلا ته وګورئ چې څومره ښکلې طبیعي هوا لري خو څو قدمه وړاندې مسلخ جوړ شوی چې خلک حتا اوس نشي کولی د بد بوی له امله له دې ځایه تېر را تېر شي موږ له ولایتي ادارې او ښاروالۍ څخه غواړو چې د کونړ ښار په پاکوالي کې کار وکړي او نور دې د خلکو ستونزې نه زیاتوي))
ښاروالۍ د ښار پراختیا لپاره د کوم پلان په اړه څه نه وايي خو یوازې د موجوده ستونزو عوامل رابرسېره کوي.
د کونړ ښاروال محمدرحیم بیا ددې ټولو ستونزو په اړه داسې وايي (( په کونړ کې پنځه نوي سلنه ابادئ خپل سرې جوړې شوې دي او لامل یې په هېواد کې درې لسیزې جنګ جګړې دي.))
کونړ یو له هغو ولایتونو دی چې ډېره برخه یې غرونو او سیندونو نیولې او د ښار پراختیا پر وړاندې یوه ستونزه همدا بلل کېږي.

خبریال
عبادالله ستادات