کندز کې د افغان‌ځواکونو شپني عملیات!

لیدنې: 202

کندز کې اوس افغان ځواکونه د شپې له خوا عملیات کوي چې ملکي خلکو ته زیان وا نه وړی.


هلته امنیتي مسوولین وایي، د ورځې له خوا وسله وال طالبان د خلکو له کورونو د سنګر کار اخلي او عملیات ځنډني کوي.
د کندز ښاریان د شپنیو عملیاتو هر کلی کوي، خو د ملکي وګړو د تلفاتو په مخنیوي ټینګار کوي.
کندز ولایت کې افغان ځواکونو د پامیر یو په نوم عملیات پيل کړي خو ډېر تمرکز به یې په شپنیو عملیاتو وي.
د کندز امنیه قومندان وایي طالبان د خلکو له کورنو دسنګر کار اخلي، بیګنا افغانان د ځان لپاره ډال ګرځوي او په همدې توګه غواړي چې د افغان ځواکونو عملیات ټکني کړي.
عبدالحمید حمیدی وایی شپنی عملیات به افغان کماندو. سفر نهه (۰۹) او خاصو قطعاتو پرمټ تر سره کړي چې ښځینه پولیسې به هم پکې برخه ولري.
امنیه قومندان مل پاسوال عبدالحمید حمیدي د شمشاد خبریال ته داسې ویلي(( پیل شوي عملیاتو هم د ورځې لخوا روان وي او هم د شپې لخوا خو زموږ ډ‌ېر تمرکز به په شپې وي څو ولسي خلکو ته په کې مرګ ژوبله وانه وړي. د ورځې لخوا به په هغو سیمو کې عملیات ترسره شي چې خلک په کې نشته او یا کم دي))
امنیه قومندان وایی عملیات به یې شپه او ورځ جریان ولري خو په شپنیو عملیاتو کې به ځکه ډير تمرکز وکړي چې ملکیانو ته د تلفاتو مخنیوی وشي.
امنیه قومندان مل پاسوال عبدالحمید حمیدي وايي (( د شپې لخوا عملیات په دې ښه دي چې زموږ ځانګړو قطعاتو په تېرو عملیاتو کې ښيې لاسته راوړنې درلودې او په دغو پیل شویو عملیاتو کې به هم لاسته راوړنې ولرو او په پلان کې نیول شوې سیمې به د وسله والو له موجودیت او ګواښونو وژغورو))
کندزیان بیا دا ډول عملیات اغیزناک بولي خو په مشروط ډول، دوی وایي  ټولې ډلې باید د جګړې پرمهال د ملکیانو مرګ ژوبلې ته پوره پاملرنه وکړي.
د کندز اوسېدونکي وايي (( عملیات د شپې لخوا ښه دي ځکه دولت او طالب دواړه سره د شپې مخ کېږي او د طالبانو سیمې او مرکزونه امنیتي چارواکو ته معلومې دي نو دا به ډېره ښه وي چې عملیات د شپې لخوا ترسره شي څو عامو خلکو ته په کې مرګ ژوبله وانوړي))
په همدی حال کی د خاصو قطعاتو عملیاتي قومندان عملیاتو په سیمه کې ډاډ ورکوي چې افغان ځواکونه پرته له بهرنیانو ددې توان لري چې شپني عملیات ترسره کړي. خلک وایي شپني عملیات د طالبانو لپاره ډير خطرناک دي او په همدی سره کیدای شي چې د طالبانو لیکې کمزورې کړي.
کندز بیا هغه ولایت دی چې څو ځلې په کې د عملیاتو پرمهال ملکي وګړو ته مرګ وژبله اوښتې ده خو اوس امنیتي مسوولین ټینګار کوي او په دې کار کوي چې څنګه کیدای شي د ملکي تلفاتو مخه ونیسي.


خبریال
عبدالله ساحل