د طالبانو لس کلن راپور!

لیدنې: 206

طالبانو د جګړې لس کلن راپور خپور کړی خو ملي دفاع وزارت یې له دروغو ډک بولي.


طالبانو د تېرو لسو کلونو د جګړې د زیانونو او لاسته راوړنو راپور خپور کړی چې ملي دفاع وزارت یې شاخداره دروغ بولي.
طالبانو په خپل راپور کې لیکلي چې پنځه سوه یو پنځوس جنګي طیارې یې سقوط کړي او نږدې دوه سوه زره افغان پوځیان یې وژلي او ټپيان کړي.
د کورنیو چارو وزارت هم دا راپور مبالغه بللې او زیاته کړې یې ده چې طالبانو دومره زورور نه دي.
د دولت وسله والې مخالفې ډلې په تېرو لسو کلونو کې افغان دولت او بهرنیو ځواکونو ته چې د افغان دولت ملاتړ کوي د زیانونو راپور له رسنیو سره شریک کړی.
په راپور کې له ۲۰۰۷ کال څخه تر ۲۰۱۷ کال پورې طالبانو د خپلو عملیاتو او لاسته راوړنو خبرې کړې.
دا هغه ارقام دي چې طالبان یې په تېرو لسو کلونو کې د خپلې جګړې لاسته راوړنې ګڼي ((  ۱۰۳۹۲۷ عملیات شوي،
 ۱۰۷۵ ځانمرګي بریدونه شوي
د دولت ۵۰۷۳۳ د لېږد رالېږد وسایل له منځه وړل شوي
د پوځ او بهرنیانو ۵۵۱ طیارې هم له منځه وړل شوې
 ۱۵۵۰۸۰ افغان ځواکونه وژل شوي او ۹۷۶۳۱ ټپیان شوي
او ۴۸۱۵۲ بهرني ځواکونه هم وژل شوي
په همدې موده کې ۱۱۹۷۴ طالبان وژل شوي او ۱۳۲۶۱ ټپیان شوي
 او د طالبانو ۱۲۷۶ د لېږد رالېږد وسایل له منځه تللي.
ملي دفاع وزارت بیا د طالبانو دا اعلامیه شرموونکي دروغ بللي او دغه راپور یې د بهرنیو ملګرو د خوشحالولو لپاره خپور دی.
خو ملي دفاع وزارت بیا د طالبانو دغه ارقام له دروغو ډک ګڼلي دي (( د طالبانو دا راپور د شرم وړ او په شاخدارو دروغو ولاړ دی، افغانان پوهېږي چې افغان امنیتي ځواکونه قوي شوي، طالبانو بې ګناه افغانان وژلي او متضرر کړي، دوی غواړي په دې سره خپل باداران خوښ کړي او اضافي پیسې ورنه واخلي، دوی چې په راپور کې کوم ارقام د وسایلو ورکړي امنیتي ځواکونه دومره لري هم نه)).
د کورنیو چارو وزارت هم د طالبانو راپور بې اساسه او په مبالغې ولاړ بللی او ټینګار کوي چې طالبان دومره زورور نه دي چې د دومره تلفاتو خبره کوي.