اچین کې د ستربمي برید په تړاو لا هم څېړنې روانې دي

لیدنې: 270

ملي دفاع وزارت وايي په اچین کې یې د بمي برید په تړاو لاهم څیړنې نه دي بشپړې شوي .


که څه هم په اچین کې د سیمې خلک وایي چې سیمه کلابنده ده او څوک نه دي ورغلي، خو ملي دفاع وزارت وایي، کسان یې ساحه کې دي او په څېړنو بوخت دي.
ملي دفاع وزارت دغه راز ډاډ وښود چې په بغلان کې د طالبانو د نومول شوي والي وژنه به هلته وضعیت ښه کړي.
د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د داعش په ستر مرکز د امریکا له لوی بمي برید اوه ورځې تېرې شوې خو لاهم په دغه برخه کې د افغان حکومت څیړنې نه دي بشپړې شوي .
ملي دفاع وزارت وايي هغه سیمه چې د امریکا په ستربمي برید کې ویجاړه شوې ددوی په کنټرول کې ده او په تړاو یې څیړنې روانې دي.
د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري داسې وايي (( تر اوسه زموږ پلټنې نه دي بشپړې شوي چې رسنیو سره یې شریکې کړو زموږ ځواکونو سیمه کلابنده کړې او پلټونکي ټیمونه مو کار کوي څو خپلې څېړنې بشپړې کړي لومړني معلومات ښیئ چې په برید کې شپږ نوي داعش وسله وال وژل شوي چې په دې کې ددې ډلې دیارلس یې قوماندانان دي))
د ملي دفاع وزارت لومړنۍ څیړنې ښيئ، چې په دغه برید کې شپږ نوي داعش جنګیالي وژل شوي چې دیارلس یې ددغې ډلې مهم قوماندانان و چې بهرنیان هم په کې شامل دي.
په ورته وخت کې ملي دفاع وزارت وايي تیره شپه یې د بغلان په ډنډ غوري کې ددغه ولایت لپاره د طالبانو د نومول شوي والي په ګډون دوه ویشت تنه وژلي .
وزیري وايي (( زموږ کمانډو ځواکونو تېروه ورځ د بغلان ولایت په ډنډغوري سیمه کې عملیات لرل چې د عملیاتو په لړ کې دوه ویشت وسله وال طالبان وژل شوي او په وژل شویو کې د لعل جان په نوم د بغلان لپاره د طالبانو نومول شوی والي هم شامل دی ))
خو طالبانو تراوسه دبغلان لپاره دخپل نومول شوي والي دوژل کیدو په تړاو رسینو ته څه نه ي ویلي .
افغان ځواکونو له دې وړاندې دکندز لپاره دملا سلام په نوم دطالبانو نومول شوی والي وژلی و چې هغه مهال یې وژنه طالبانو هم تایید کړه .

 خبریال
ذبیح الله ظاهر