ادارې فساد کې ښکلیو پولیسو ته ګود څنډنه!

لیدنې: 264

د ننګرهار امنیه قوماندان وايي ډېر ژر به په بېلابېلو نیول شوي تورن کسان رسنیو ته وښايي.


د ننګرهار امنیه قوماندان وايي ډېر ژر به هغه اشخاص رسنیو ته وښايي چې په غېرې قانوني کړنو او ورانکاره فعالیتونو کې لاس لري.
د هدفي وژنو،غېرې مسولو وسله والو ډلو او د نشه‌يي توکو د قاچاقبرو مخنیوی نور هغه ژمنې وي چې لوی پاسوال عبدالرحمن رحیمي په یوه خبري ناسته کې له خبریالانو سره وکړې.
د هوا په تودېدو سره په ننګرهار کې جګړو زور اخیستی، خو په ښار دننه هم خلک له نا امنیو خوندي نه دي، هدفي وژنې، غېرې مسول وسله والو او د نشه‌يي توکو پېر پلور هغه څه دي چې تر ډېره يې خلک له روحي پلوه نا ارامه کړي.
اوس خلک په امنیتي سکټور کې د اړیکو پر بنسټ ګمارنې د نا امنیو ستر لامل بولي او د یادې ستونزې په مخنیوي کې ډېری مسولین له ژمنو سره سره پاتې بولي، د ننګرهار امنیه قوماندان لوی پاسوال رحیمي د ولس همدغو اندېښنو ته ځواب ورکړی.
د ننګرهار امنیه قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحیمي وايي (( هغه پولیس سرتیري او افسران چې ورانکاره کړنې کوي او مافیایي کړیو سره لاس لري عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړم په دې برخه کې له هیچا وېره نلرم))
امنیه قوماندان چې یوه خبرې ناستې ته د خپلو لاسته راوړونو په تړاوخبرې کولې وویل په تېره یوه میاشت کې يې ۱۶ګډعملیات ترسره کړي چې  ۱۳۴ تنه د بیلابیلو جرمونو، او وسله والو سره د اړیکو په تور نیولي ،قومندان وایي په نیول شویو کسانو کې د نشه‌يي توکو قاچاقبر، وسله وال،انسان تښوونکي او جعل کاران شامل دي.
د ننګرهار امنیه قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحیمي وايي (( د شپاړسو ګډو عملیاتو په لړ کې په سلګونه داعش او نور وسله وال مخالفین له منځه تللي او همدا راز ګڼ شمېر یې ژوندي نیول شوي دي)
که څه هم په ننګرهار کې د داعش د ځپلو لپاره د افغان او نړیوالو ځواکونو قوي عملیات روان دي خو دغه ډله بیا د تبلغیاتو په برخه کې د تېر په څېر ده چې ډېر کله ان د خپلې راډیو له لارې ولسي خلک خپلو لیکو ته جذبوي.
 چارواکي وايي په ښار او ولسوالیو کې یې د وسله والو ډلو د تبلغاتو د شنډولو هڅې يې رواني کړي دي.


خبریال
عبداللطیف احساس