مدني فعالان: د ولسمشر له وروستۍ پرېکړې هرکلی کوو

لیدنې: 165

مدني فعالانو د ولسمشر د هغې پریکړې هرکلی وکړ چې خپل ځانګړی استازی یې له دندې ګوښه کړ.


د هلمند مدني فعالانو د یوې خبري ناستې پر مهال د احمدضیامسعود پر خبرو هم کلک غبرګون وښود چې وایي که ولسمشر یې له دندې د لیرې کولو حکم وانخلي داخلي جګړه به پیل شي، دوی له ولسمشره د ټولو هغو لوړ پوړو چارواکو د لري کولو غوښتنه کوي چې په دنده کې پاته راغلي او یا هم د کوم امتیاز له وجي ورته څوکۍ ورکړل شوې دي.
د هلمند مدني فعالانو د ولسمشر د هغه پریکړې هرکلی وکړ چې له مخې یې په ښیې حکومتولۍ کې ځانګړی استازی احمدضیامسعود له دې امله له دندې لیرې کړ چې اغیزمن نه و.
دوی غوښتنه وکړه چې دې ته ورته نور هغه چارواکي دې هم له دندو لرې شي چې اغیزمن نه دي او یا هم د قوم په استازولۍ راغلي.
مدني فعالان جلیل اغا او امان الله داسې وايي (( د ولسمشر د هغې پرېکړه ننګه او ستاېنه کوو، چې له مخې یې خپل استازی احمدضیاء مسعود له دندې ګوښه کړ، مسعود په خپله دنده کې پاتې و خو بیا یې هم څوکۍ نیولې وه ولسمشر غني پر ځای اقدام کړی موږ له ولسمشر غواړو هر هغه څوک چې په خپله دنده کې پاتې راغلی وي او ناغېړي کوي له دندې دې یې ګوښه کړي. د احمدضا مسعود وروستۍ وینا په همدې دلالت کوي چې دی ملي ګټو ته ژمن نه دی او نه یې د ملت لپاره کوم کار کړی دی))
مدني فعالانو په دې غونډه کې د احمد ضیا مسعود ورووستۍ څرکندونې له ولسواکۍ او قانون سره په ټکر کې وبللې.
مدني فعال عبدالحق زواکمن وايي (( احمدضیا مسعود دې له ټول ملت نه په کلکه بخښنه وغواړي، چې ویلي یې دي چې زما منفکي به په هېواد کې کورنۍ جګړې ته زمینه برابره کړي. د ضیامسعود، داعش او طالبانو هیڅ توپیر نشته ځکه دغه وسله والې ډلې هم جګړه کوي او ده هم د جګړې ګواښ کړی))
ولسمشردوه ورځې وړاندې په ښیې حکومتولۍ کې خپل ځانګړی استازی احمدضیامسعود له دې امله له دندې ګوښه کړ چې ورسپارل شوې دنده کې پآتې راغلی و.
 مسعود تېره ورځ ګواښ وکړ که ولسمشر یې دندې څخه د لیرې کولو حکم وانخلي کړکیچ به رامنځ ته شي.

خبریال

سردارمحمد سروري