داوي د کابل بانک په قضیه کې تر څېړنو لاندې دی

لیدنې: 211

لویه څارنوالي د عبدالغفار داوي د څېړنو په اړه مالومات نه ورکوي، ځکه چې څېړنې وروستی شوي نه دي.


عبدلغفار داوي چې د کابل بانک دیوالي کیدو قضیه کې ښکیل و، یوه اونۍ وړاندې د لوی څارنوالۍ له لوري نیول شوی او تر څېړنو لاندې دی.
لویه څارنوالي وايي، د کابل بانک قضیي کارونه ځکه ځنډني دي چې پیچلې ده او هر اړخیزه څېړنو ته اړتیا لري.
یوه اونۍ وړاندې عبدالغفار داوي چې د کابل بانک په قضیه کې تورن دی نیول شوی او اوس تر څېړنو لاندې دی.
لوی څارنوالي وایي، د څېړنو جزیات ځکه له رسنیو سره نه شریکوي چې مالوماتو کې بدلون راځي.
د لوی څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وايي (( عبدالغفار داوي هم د کابل بانک د دیوالي کېدو په قضیه کې شریک و، دده دوسیه د فساد پر وړاندې دمبارزې عدلي او قضايي مرکز سره وه او تر څېړنو لاندې وه چې تېره اونۍ ونیول شو او اوس څېړنې روانې دي او د څېړنو وروستۍ پایلې به رسنیو سره شریکې کړو))
ولسمشر غني د خپل کار په لومړیو ورځو کې دا قضیه جدي نیولې وه او د نړیوالو مرستندویه هېوادنو هم غوښتنه دا، وه چې باید دا قضیه ختمه او تورن کسان پیسي وسپاري،
خو اوس لویه څارنوالي وایي، دا قضیه پيچلې ده او هر اړخیزو څېړنو ته اړتیا لري.
د کابل بانک د دیوالي کیدو په تړاو دوه کاله وړاندې شیرخان فرنود او خلیل الله فیروزي محاکمه شول او اوس په بند کې دي.
په ۲۰۱۱ کال کې کابل بانک هغه وخت دیوالي شو چې له دغه بانک څخه د بانک شریکانو تر  ۹۱۳ میلونو ډالرو پورې وایستل او د افغانستان خصوصي بانکونو باور یې زیانمن کړ.