رسولي: له فساد سره مبارزه کې فشارونو ته نه تسلیمېږو

لیدنې: 150

 لویه څارنوالي وایي، اوس تر بل هر وخت له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې جدي دي او په دې برخه کې شوي اقدامات له خلکو سره شریک شوي.


لویه څارنوالي باور لري چې له فساد سره د مبارزې په برخه کې وروستي اقداماتو په ځینو برخو کې شفافیت رامنځ ته کړی.
له دې سره د افغانستان په روڼتیا د څار اداره د لوی څارنوالۍ کارونه کم بولي او باور لري چې لا هم فساد شته.
د نړیوالو مرستندویه هېوادونو مشروطو مرستو او د خلکو فشارونو ولسمشر له فساد سره په مبارزه کې جدي کړی او د لوړپوړو چارواکو د دوسیو څېړلو لپاره یې ځانګړی مرکز جوړ کړ چې یو شمېر دوسيې پکې څېړل شوي او په نورو کار روان دی.
د لوی څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وايي (( ددې قضیې په اړه تر اوسه له پنځلسو ډېرو کسانو ته جزا اورول شوې. او نور کسان چې عدلي او قضايي مرکز یې دوسیې څیړي ډېر ژر به علني محاکمه شي. موږ په دې برخه کې هیڅ ډول فشار او مصلحت ته نه تسلمېږو ))
د اداري فساد له نوم اخیستو سره د چارواکو نوم اخیستل کیږي او په تېرو کلونو کې د مصلحتونو او یا زور په اساس ځینې چارواکي چې په فساد کې ښکیل و، پرضد یې اقدام نه و شوی، خو اوس لویه څارنوالي وایي په دې برخه کې هیڅ مصلحت او هیڅ فشار ته نه تسلمیږي.
خو د افغانستان په روڼتیا د څار بنسټ بیا دا هر څه کم بولي.
د افغانستان په روڼتیا د څار ادارې مرستیال خان زمان امرخېل وايي (( په لویه څارنوالۍ کې یو سلسله تغییرات راغلي دي او دا امیدواري شته، چې په راتلونکې کې نور تغییرات هم راشي خو د عامه خدمتونو په تړاو ډېر څه نه دي شوي او په دې برخه کې روڼتیا نشته ))
هر کال چې په نړۍ کې د مفسدو هېوادونو نوم اخیستل کیږي افغانستان پکې تر ډيرو هېوادونو وړاندې وي، خو اوس په نوملړ کې له دریم مقام څخه اتم ته راښکته شوی دی.
د اداري فساد په اړه تحقیقي راپورونو او نظرپوښتنو ښودلې چې زیات فساد په عدلي او قضایي ارګانونو کې کیږي چې زیات خلکو اوس له دې ارګانونو مخ اړولی او قومي مشرانو ته مراجعه کوي.