اتمر: د لارو تړل د پاکستان په زیان دي

لیدنې: 387

د ملي امنیت شورا وایي٬ د پاکستان لخوا د دروازو تړل هغه هېواد ته هیڅ ګټه نه کوي.


د امنیت شورا سلاکار وايي٬ د ډيورنډ کرښې په اړه د اسلام اباد د بې باوره کړنلارو د دوام په صورت کې به کابل داسې ستراتيژیکې پرېکړې وکړي چې پاکستان به پښیمانه کړي.
د چارو شنونکي باور لري چې د افغانستان ستراتيژي د پاکستان لپآره بدیلې لارې دي او په دې کار بریالي شوي هم دي.
پاکستاني چارواکو په لندن کې د ملي امنیت شورا سلاکار ته ډاډ ورکړی چې تړلې لارې به پرانیزي.
د ملي امنیت شورا سلاکار د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو اړیکو سلاکار سره په خبرو کې ویلي چې افغانستان یوازې خپله اقتصادی پالیسي او تجارت تل بدلیدونکې پالیسۍ ته نشي پريښودلی او افغانستان به داسې پریکړې وکړي چې پاکستان به پکې زیان وویني او په خپلو کړنو به پښیمانه شي.
د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ وايي (( افغان حکومت لکه څنګه چې د ملي امنیت شورا سلاکار ویلي خپله اقتصادي پالیسي او سوداګري همیشه بدلېدونکي پالیسۍ ته نشي پرېښودای. افغان حکومت به د د پاکستان د کړنلارو د دوام په صورت کې به داسې ستراتيژیکې پرېکړې وکړي چې پاکستان به پښیمانه کړي ))
له دې سره د چارو شنونکي باور لري چې د افغان حکومت ستراتیژي بدیلي لارې دي چې څنګه کیدای شي د سوداګرۍ په برخه کې له پاکستان مخ واړوي او د نورو هېوادونو په وارداتو کار وکړي.
شنونکی شاه محمود میاخېل وايي (( ترانزیټ او سوداګري د پاکستان له لارې زیاته وه اوس چې پاکستان دغه لارې تړلي دي افغان حکومت ته په کار ده، چې په بدیلو لارو کار وکړي))
د پاکستان حکومت د فبرورۍ په میاشت کې په سند کې له بریدونو وروسته له افغانستان سره د تورخم او سپین بولدک لارې بندې کړې.
 دا لارې اوس هم د خلکو د تګ راتګ او سوداګرو پرمخ تړلي چې داوړو خواو ته یې زیانونه هم اړولي.
اوس پاکستاني چارواکو اعلان کړی چې تر سبا به د تورخم او بولدک لار د سوداګرو او خلکوپه مخ خلاصه شي.