وزیري: امریکا دې افغان ځواکونه تجهیز کړي چې جګړه وګټي

لیدنې: 242

ملي دفاع وزارت له ټولو هغو پرېکړو هر کلي کوي چې د افغان حکومت او امریکا تر منځ کیږي.

 

ملي دفاع وزارت وایي، امریکا دې د سرتیرو زیاتولو پر ځای افغان ځواکونه په پرمختللو وسلو تجهیز کړي چې جګړه ختمه، کنټرول او یا وګټي.
له دې سره د مشرانو جرګې غړي هم له امریکا غوښتنه کړې چې د افغان ځواکونو تجهیز په موخه دې مرستې زیاتې کړي او د ترهګرو اصلي پټنځایونه دې په نښه کړي.
امریکا متحده ایالات پلان لري چې د افغانستان وضعیت ته په کتو او د ترهګرو ډلو پر ضد د مبارزې په موخه نور اضافي سرتیري راولیږي.
ملي دفاع وزارت له ټولو هغو پرېکړو هر کلي کوي چې د افغان حکومت او امریکا تر منځ کیږي خو ټینګار پر دې کوي چې د اضافي سرتیرو د رالیږلو پر ځای غوره دا ده چې افغان ځواکونه په پرمختللو وسلو او تجهیزاتو سمبال کړي.
د ملي دفاع وزارت ویاند تورنجنرال دولت وزیري وايي (( د افغانستان جګړه نه یوازې د سیمې لپاره بلکې د ټولې نړۍ لپاره خطر دی. امریکا او نړۍواله ټولنه او د ناټو غړي هېوادونو ته په کار ده چې دا جګړه نوره ختمه کړي ))
د مشرانو جرګې غړې هم له امریکا غوښتنه کړې افغانستان کې د امریکايي عسکرو له زیاتیدو سره جګړه نه شي کمیدای او ښه دا ده چې امریکا د ترهګرو پټنځایونه په نخښه کړي او د جګړې لپاره افغان پوځ سمبال کړي.
د مشرانو جرګې غړي نادر بلوچ او جمعه الدین ګیانوال وايي (( امریکا او د هغوی متحدین په افغانستان کې سولې ته ژمن  نه دي بلکې د خپلو ګټو لپاره جګړه اوږدوي. موږ ددې مخالف نه یو چې افغانستان ته نوي امریکايي سرتیري راځي بلکې موږ له امریکا غواړو چې د ترهګرو ځالې دې په نښه کړي))
په دې وروستیو کې امریکایي سناتورانو او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکولسن له ډونالډ ټرمپ غوښتي چې د ترهګرو ډلو د ځپلو په موخه افغانستان ته د نورو اضافي سرتیرو لیږلو ته جدي اړتیا ده او دا کار باید وشي.