مسکو کې د افغان سولې په اړه غونډه جوړېږي

لیدنې: 312

امریکا ته د افغان سولې په تړاو د مسکو په جوړېدونکې ناسته کې بلنه ورکړل شوې.


د د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر ویلي، د مسکو په کوربتوب د افغان سولې په تړاو غونډه به ښيې ځکه موثره وي چې امریکا پکې هم ګډون کوي.
امنیت شورا وایي، په دې غونډه کې د وسله والو ډلو استازو ته بلنه نه ده ورکړل شوې.
مسکو به د راروانې اپریل میاشتې په څوارلسمه نېټه د افغان سولې په تړاو د ناستې کوربه وي.
د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر چې د مسکو په سفر دی، له یوې روسي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، د افغان سولې په تړاو د مسکو په کوربتوب جوړېدونکې ناسته کې امریکې ته هم بلنه ورکړل شوې، چې په وینا یې دا یو آغېزمن ګام دی.
د ملي امنیت شورا سلاکار  محمد حنیف اتمر وايي  )) مسکو مونږ ټولو ته بلنه راکړې چې د اپریل میاشتې په ۱۴ نېټه په دې کنفرانس کې ګډون وکړو او کابل هم خپل ګډون تایید کړی. مونږ د افغان سولې په تړاو د مسکو له آغېزمنو ناستو مننه کوو. واشنګټن زمونږ مهم ملګری دی، هغه د سولې په بهیر کې مرکزي رول لوبوي او دا چې په دې کنفرانس امریکې ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې ، مونږ بیا هم له مسکو مننه کوو .((
خو په دې کنفرانس کې به د حکومت وسله والې ډلې هم ګډون ولري؟
د ملي امنیت شورا ویاند  تواب غورځنګ وايي (( په دې ناسته کې هیڅ د دولت مخالفو ډلو استازو ته د بلنې او ګډون خبره نه ده شوې، افغان حکومت به په دې ناسته کې ګډون وکړي او دا د سولې لپاره یو ښه چانس دی ))
روسیه چې په منځنۍ آسیا کې د ځواکمنو هېواودنو له ډلې بلل کېږي، په دې وروستیو کې يې د افغان سولې په تړاو خپلې هڅې په ښکاره ډېرې کړي.
شنونکي په دې باور دي چې د افغانستان په تړاو د امریکې او روسیې په ګډون د ځواکمنو هېوادونو ناستې، د هېواد په روان وضعیت مثبت آغېز لرلای شي.
وړاندې له دې هم د چین، روسیې او پاکستان په ګډون، له افغانستان پرته په مسکو کې د افغان سولې په تړاو ناسته شوې وه، چې افغان حکومت پرې غبرګون وښود او ټینګار یې وکړ چې د سولې په تړاو په هره ناسته کې دې دوی ته بلنه ورکړل شي.