افغان حکومت سره د مرستو ژمنې!

لیدنې: 305

له افغان حکومت د ملاتړ او د سولې د راتګ په موخه په ښکاره د سیمې او نړۍ مهمو قدرتمندو هېوادونو د مرستو ټټر وهلی.


خو په افغانستان کې کارپوهان باور لري چې د افغانستان د جګړې په تړاو د سیمې او نړۍ هیوادونه په یو خوله نه دي او ټول د خپلو ستراتیژیکو ګټو په لټه کې دي.
په روانه مارچ میاشت کې له افغانستان سره د سیمې او نړۍ مهمو قدرتمندو هېوادونو په ښکاره په بیلابیلو برخو کې د مرستو ټټر وهلی.
پاکستان، روسیه، امریکا، ملګرو ملتونو امنیت شورا، او جرمني په افغانستان کې د پوځي ماموریت د غځولو سربیره له افغان حکومت سره د مرستو او د ترهګرو ډلو په ځپلو ټینګار کړی.
پاکستان (( له افغانستان سره په ګډه د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په موخه میکانیزم جوړوو څو هغه ګواښونه له منځه لاړ شي چې دواړه هیوادونه ورسره مخامخ دي ))
روسیه (( مونږ له طالبانو سره اړیکې د دې لپاره نیولي چې له افغان حکومت سره یې د سولې خبرو ته کېنوو، مونږ غواړو په افغانستان کې نیمګړي پروژې بشپړې کړو خو افغان حکومت باید د پانګونې لپاره روسي کمپینو ته زمینې برابرې کړي.))
جرمني (( جرمني او امریکا باید په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد مبارزې لپاره ماموریت وغځوي او مونږ باید لاسونه سره ورکړو.))
د ملګرو ملتونو امنیت شورا (( د امریکا په مشرۍ نړیواله ټولنه او افغان حکومت دې په افغانستان کې د ترهګرۍ او افراطیت ګواښونو د له منځه وړلو لپاره اقدامات وکړي، مونږ به له افغانستان په بیلابیلو برخو کې خپل ملاتړ ته دوام ورکړو.))
کارپوهان بیا په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د نړیوالې ټولنې روانه ستراتیژي ناکامه بولي او د اجماع په جوړیدو ټینګار کوي.
د امریکا په مشرۍ نړیواله ټولنې له ۲۰۰۱ کال راهیسې په افغانستان کې په ښکاره د جګړې ختمولو او د ترهګرو د ځپلو لپاره جګړه پیل کړې خو کومه پایله یې نه ده ورکړې.
افغان حکومت باور لري چې دا جګړه پردۍ ده، افغانان یې قرباني ورکوي او د نړۍ هېوادونه باید دلته د ترهګرۍ پرضد مبارزه کې له افغان حکومت سره مرسته وکړي.