د نړۍ معتبر بانکونه د افغانستان په بانکي نظام بې باوره دي

لیدنې: 258

د افغانستان بانکونو د امریکا او د نړۍ له معتبرو بانکونو سره باور له لاسه ورکړی.


د افغانستان د دولتي او خصوصي بانکونو باور ځکه له منځه تللی چې بانکونو کې تورې پيسې ښکته پورته کیږي، خو د افغانستان بانک وایي، دوی احتمالي شکونه له منځه وړي.
اوس په بانکونو کې د تورو پیسو په اړه څېړنې روانې دي او که تورې پیسې ثابتې نه شي، باور به بیرته تر لاسه شي.
د امریکا مرکزي بانک او نور نړیوال معتبر بانکونه د افغانستان په بانکي نظام بې باوره شوي.
د افغانستان بانک وایي، د امریکا په ګډون یو شمیر معتبر بانکونه له دې  وېرې د افغانستان بانکونو سره راکړه ورکړه نه کوي چې ګنې خوندي نه دي.
داسې اندېښنې دي چې د افغانستان په بانکونو کې له شته پيسو ترهګر او د نشه یي توکو قاچبر ګټه واخلي.
د افغانستان بانک مشر خلیل الله صدیق وايي (( نړۍوال په دوو مسلو ډېر بې باوره دي فساد او مخدره توکې همدغه دوه مهمې مسلې دي چې د افغانستان په بانکي نظام یې د نړۍ د مهمو او معتبرو بانکونو باور له منځه وړی دی. سره له دې چې د افغانستان بانکونه په معیاري او پرمختللو سیستمونو برابر دي او کولی شي چې د تورو پیسو مخه ونیسي خو نړيوالو خپله راکړه ورکړه زموږ بانکونو سره محدوده کړې))
د افغانستان بانک اوس څېړنې کوي چې ایا په رښتیا هم د افغانستان بانکونو کې تورې پيسې شته چې ترهګر او د نشه یي توکو قاچاقبر ترې ګټه اخلي.
د افغانستان بانک مشر خلیل الله صدیق وايي (( اوس مو کار پیل کړی چې احتمالي شکونه له منځه یوسو خو بیا هم دا کار وخت ته اړتیا لري څو یو واربیا وکولای شو د نړۍوالو بانکونو اعتماد تر لاسه کړو))
که ثابته شي چې د افغانستان په بانکونو کې تورې پيسې نشته، له لاسه تللی باور به بیرته لاسه شي او نغدي مرستې به دوام پیدا کړي.
د افغانستان بانک د نړیوالې ټولنې هغه شرطونه هم پوره کړي، چې د افغانستان بانکي نظام پياوړتیا او  د افغانیو د ثبات لپاره ورکړل شوې ؤ.
د امریکا خزانې وزارت او معتبرو بانکونو د افغانستان سربیره دلا تیني امریکا ،افریقايي او په  اسیا کې د یو شمیر هېوادونو بانکونو سره له همدې ویرې اړیکې پرې  کړي دي.
د افغانستان بانک مشر ډاډ ورکړ چې ۹۶ کال کې به  د هیواد اقتصاد له ۳ تر ۴ سلنه وده وکړي.