د حزب اسلامي د بندیانو یوه ډله ازادېږي

لیدنې: 319

حکومت له حزب اسلامي سره ژمنه کړې چې په یوه اونۍ کې به یې د بندیانو یوه ډله ازاده کړي.


د حزب اسلامي په باور د بندیانو نوملړ ځکه ځنډیلی چې حکومت د سولې هوکړې په عملي کیدو کې سستي کوي.
اوس ټینګار پر دې دی، که حکومت غواړي چې په سوله د خلکو باور زیات کړي له حزب اسلامي سره په شوې هوکړه کې دې ټولې خبرې عملي کړي.
د حزب اسلامي د یوه ډله بندیانو د خوشې کېدو لیست د ولسمشر پرمېز دی او ټاکل شوې وه تېره میاشت د ۵۵۵ بندیانو له ډلې درې شلې خوشې شوي و، خو د نا مالومو دلایلو له مخې دا پروسه وځنډیده. اوس له حزب اسلامي سره حکومت ژمنه کړې چې راتلونکې اونۍ به د حزب شاوخوا ۷۰ تنه بندیان د هوکړې له مخې ازاد شي.
د بندیانو په خوشې کیدو کې یو جنجال دا دی چې حزبیان د طالبانو په نوم زندان کې اچول شوي، خو حزب ډاډه دی چې د بندیانو ترمنځ دا تفکیک شوی دی.
د حزب اسلامي ویاند حشمت الله ارشد وايي (( وروستي معلومات دا دي چې په راتلونکې یوه اونۍ که به د حزب اسلامي اوویا تنه بندیان له بنده ازاد شي. په دې کې شک نشته چې د حزب اسلامي یو شمیر بندیان د طالبانو په  نوم نیول شوي او په زندانونو کې ساتل کېږي))
په سیاسي هوکړه کې چې د حکومت او حزب اسلامي ترمنځ لاسلیک شوې یوازې هغه بندیان خوشې کېږي، چې سیاسي وي، خو حزب دا نیوکه هم کوي هغه مهم بندیان چې دوی ته حیثیت لري له لیست حذف شوي دي.
له حزب اسلامي سره د هوکړې د پلي کېدو کمېسیون له حزب غواړي چې د بندیانو تضمین پاڼې دې دوی ته وسپاري.
حزب اسلامي سره د سولې د موافقې د ګډ کمیسیون ویاند احمد فرزان وايي (( کله چې موږ ته د تضمین پاڼې را ورسېدې موږ د حزب اسلامي د بندیانو د یوې ډلې د خوشې کېدو شاهدان و اوسو))
کابل ته د حزب امیر راتګ پر وړاندې اساسي ستونزه د حزب د بندیانو نه خوشې کېدل بلل کېږي خو د نوې ملي جبهې مشر وایي، حکومت ته د پلمې لار نه شته او باید بندیان خوشې شي.
ټاکل شوې وه د حزب اسلامي امیر د تېرې میاشتې په وروستیو کې کابل ته راغلی و خو نیوکې دا دي چې راتګ لپاره یې تیاری نه دی نیول شوی او ترڅو چې د هوکړې لومړني مواد عملي نه شي، حکمتیار کابل ته نه راځي.