لا هم په پوهنتونونو کې ښځې زورول کېږي

لیدنې: 507

د لوړو زده کړو وزارت وايي اړونده مسوولین دې په پوهنتونونو کې د ښځو د زورونې مخه ونیسي.

 

په پوهنتونونو کې د ښځو د زورونې د مخنیوي قانون د تطبیق وړ دی او د لوړو زده کړو وزارت له اړونده مسوولینو غواړي چې په پوهنتونونو کې د ښځو د زورونې مخه ونیسي.
د لوړو زده کړو وزارت وایي، په ټولو پوهنتونونو کې به د ښځو لپاره ډاډمنه فضا جوړه کړي.
مسؤولینو دا څرګندونې د کابل پوهنتون له شرعیاتو پوهنځي څخه د ماسټرانو په فراغت غونډه کې وکړې.
په دغه فراغت غونډه کې د ویناوالو د خبرو تمرکز په پوهنتونونو کې د ښځو د زورونې د مخنیوي په اړه و، چې څنګه کیدای شي ښځو ته ډاډمنه فضا رامنځته شي.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرستې د پوهنتونونو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې تر دې وروسته د ښځو د زورونې د مخنیوي قانون پلی کړي چې د ښځو انديښنې کمې او یا له منځه لاړې شي.
د لوړو زده کړو سرپرسته فریده مومند وايي (( د ښځو د زورونې د مخنیوي پالیسي نهايي شوې او ژر ده چې په پوهنتونونو کې د ښځو لپاره یو ډاډمنه فضاء برابره شي))
له دې سره د کابل د شرعیاتو پوهنځې مشر میر فضل الرحیم بصیرت له لوړو زده کړو وزارت څخه د شریعت او قانون په برخه کې د ښوونکو د مالي ملاتړ غوښتنه کوي.
د شریعت او قانون څخه د ماسټرۍ په برخه کې فارغ شویو ښځو غوښتنه وکړه چې دولت کې دې ورته کاري فرصتونه برابر شي چې کار وکړي.
نن د کابل پوهنتون د شریعت او قانون د ماسټری له برخې څخه ۲۴ انجونو د فراغت سندونه ترلاسه کړل٬ چې له دې وړاندې هم پنځه دورې د هیواد له بیلابیلو ولایتونو څخه د شریعت او قانون په برخه کې ګڼو کسانو د ماسټرۍ دوره بشپړه کړې وه.