پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو موده غځېږي

لیدنې: 421

د افغان کډوالو د مودې غځولو لپاره درې اړخیز تړون لاسلیک کیږي.


د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر دا مهال پاکستان کې دی او له افغان مهاجرینو سره د بد وضعیت په تړاو یې له پاکستاني چارواکو سره خبرې پیل کړې دي.
 د بشر حقونو نړیوال سازمان هم په پاکستان کې د افغان ګډوالو پر وضعیت اندیښنه ښودلې.
په پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزې یو ځل بیا زیاتې شوي او افغان حکومت یې اړ کړ چې له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.
د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر په اسلام آباد کې له پاکستاني چارواکو او د یونسیار له استازو سره د افغان کډوالو د ستونزو په تړاو خبرې کړي دي.
د ګډوالو او بېرته راسنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ میاخېل وايي، د سفر اصلي موخه د راجستر شویو ګډوالو د مودې غځولو او د ناراجسترشویو ګډوالو د راجستر لپاره ده.
نوموړی زیاتوي (( ددې سفر موخه په پاکستان کې د هغو افغان کډوالو د اوسېدو نیټې غځول دي چې راجستر دي او اسناد په لاس لري او ټاکل شوې چې په دې اړه یو درې اړخیز تړون هم لاسلیک شي))
افغان حکومت په پاکستان کې د افغان کډوالو ځورونه د مهاجرت د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف عمل بولي.
د بشر حقونو د څار نړیوال سازمان هم په خپل وروستي راپور کې د پاکستاني پولیسو له لورې د افغان ګډوالو پر وړاندې په بد چلند خواشیني ښودلې وه.
د چارو شنوونکي وايي پاکستان هېڅکله نه غواړي چې د خپلو ګټو په خاطر افغان ګډوال له پاکستان نه وشړي.
د کابل او اسلام آباد د ترینګلو اړیکو او د پاکستان د فشارونو له امله په ګڼ شمېر کې افغانان خپل هېواد ته راګرځېدلي چې ولسمشر یې هم په وار وار یادونه کړې.
د معلوماتو له مخې دا مهال څه باندې یو میلیون افغانان په پاکستان کې د اوسېدو اسناد لري او په همدې شمېر کې نور یې بیا اسناد نه‌لري.
یوازې په تېر یو کال کې نږدې یو میلیون کډوال له خیبر پښتونخوا او پاکستان څخه افغانستان ته راګرځیدلي دي.