ناټو په افغانستان کې خپل دیارلس زره عسکر پرېږدي

لیدنې: 73

ناټو په افغانستان کې دیارلس زره عسکر له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه پریږدي.


د ناټو سرمنشي چې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې یې وینا کوله وویل، دا شمېره سرتېري به افغان ځواکونو ته سلا مشورې هم ورکوي.
ناټو ویلي تر هغه به یې عسکر په افغانستان کې وي چې د ترهګرۍ ګواښ له منځه نه وي تللی.
د ناټو عمومي سرمنشي جینز سټولټنبرګ وایي، ناټو غړیو هیوادونو پریکړه کړې چې د ترهګرو ډلو د ځپلو په موخه به په افغانستان کې ماموریت غځوي څو په افغانستان کې یو ځل بیا خوندي ځای پیدا نه کړي.
د ناټو عمومي سرمنشي جنیز سټولټنبرګ (( په افغانستان کې زمونږ د ماموریت موخه د ترهګرۍ ځپل دي. مونږ د دې لپاره په افغانستان کې سرتیرو پریږدو چې ترهګرو ډلو ته یو ځل بیا دا فرصت برابر نه شي چې خوندي ځایونه ولري او نړۍ پرې وګواښي، ځکه افغانستان کې اوس هم نړیوالې ترهګرې ډلې فعالیت کوي.))
تېر کال د امریکا او ناټو پریکړې بل ډول وې او داسې ښکاریدل چې افغانستان کې به د بهرنیو عسکرو شمېر د امریکا تر سفارت محدود شي او نور سرتېري به ووځي، خو اوس ناټو وایي، دیارلس زره سرتیري به یې د افغان ځواکونو د پیاوړیتا روزنې، سلامشورو او وسلوالو ډلو پر وړاند د مبارزې په موخه په افغانستان کې پاتې وي.
د ناټو عمومي سرمنشي  جینس سټولټنبرګ (( ترهګري د ټولو هیوادونو لپاره ګواښ دی او د ځپلو لپاره یې باید د نړۍ ټول هیوادونه سره لاسونه ورکړي. باثباته افغانستان د ټولو په ګټه دی او په دې برخه کې به مرستو او همکاریو ته دوام ورکړو.))
د امریکا په مشرۍ ناټو غړیو هیوادونو له ۲۰۰۱ کال راهیسې د ترهګرۍ د ځپلو په پلمه په افغانستان کې جګړه پیل کړې.
باور دا دی چې امریکا او ناټو په افغانستان کې د ترهګرۍ د ختمولو لپاره له زړه کار نه کوي او د خپلو اهدافو لاسته راوړلو په لټه کې دي.