د مېرمنو کم سواد د مور او ماشوم مړینه زیاته کړې

لیدنې: 462

په هېواد کې د مور او ماشوم مړینه لا هم ډېره د اندېښنې وړ ده.


د روغتیا وزارت په افغانستان کې له وخته مخکې واده او له ښځو سره زور زیاتی د مور او ماشوم د مړینې لامل ګڼي، چې د سیمې هېوادونو په کچه ساری نه لري.
د احصایې مرکز موندنې ښيي چې په هېواد کې د مېرمنو کم سواد د مور او ماشوم مړینه زیاته کړې.
د روغتیا په برخه کې له احصایې مرکزي ادارې سره د روغتیا وزارت سروې کړې دا سروې د هېواد په ټولو ولایتونو کې روغتیايي مرکزونو ته د خلکو له لاسرسي او د خلکو په روغتیايي حالاتو خبرې کوي.
د روغتیا وزارت وايي اوس هم وګړي پراخو روغتیايي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.
 د مور او ماشوم په مړینه کې که کم والی راغلی خو روغتیا وزارت یې اوس هم د اندېښنې وړ ګڼي.
د روغتیا سرپرست وزیر فیروزالدین فیروز وايي (( د افغان میرمنو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی. او دا یو واقعیت دی چې د افغان مېرمنو وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي.)) .
د احصایې مرکز، روغتیايي مرکزونو ته په کمه  کچه د خلکو لاسرسی او د مېرمنو کم سواد هغه ستونزې یادوي، چې د مور، ماشوم او نورې روغتیایي ستونزې یې ډېرې کړي.
د مرکزي احصایې مشر شېر محمد جامي زاده  وايي (( په افغانستان کې د مور او ماشوم د مړینې یوازینی لامل د ښځو کم  سواد دی او په دې برخه کې اړتیا ده چې کار وشي څو د مور او ماشوم د مړینې مخنیوی وشي))
د روغتیا وزارت وایي، راتلونکی کال د روغتیایي اسانتیاوو لپاره څه دپاسه درې سوه روغتیايي مرکزونه د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې جوړي، خو په دې برخه کې د خلکو عامه پوهاوی اړین بولي.
د احصایې په موندنو کې راغلي
د پاکو اوبو نه کارول،      د مېرمنو ډېر ولادت،    په کم عمر کې ولادت،    ناسم کورنی پلان،    د زېږون تر منځ کم واټن،    د پشه خانو کم کارول  ، د مېرمن او ماشوم روغتیا ته نه پاملرنه،    له مېرمنو سره د امیندوارۍ پر دوران کې تاوتریخوالی،   او د وګړو کم عامه پوهاوی،     هغه ستونزې دي چې د مور او ماشوم په مړینه او نورو روغتیايي ستونزو کې یې ډېروالی رواستی.