مالیې وزارت ملي بودجه کې ولایتي ناانډولي ردوي

لیدنې: 329

ملي بودجه کې هغه ولایتونه له پامه غورځول شوي چې وکیلان یې نورو هیوادونو کې په میلو چړچو بوخت وي.


د ولسي جرګې یو شمیر غړي وایي دې برخه کې حکومت نه بلکې د ولس هغه استازي ملامت دي چې د خلکو استازیتوب پر ځای چکرې وهي، خو د نورو ولایتونو وکیلان ملي بودجه کې  خپلو سیمو ته لابي کوي.
مالیې وزارت وایي ملي بودجه کې د ولایتونو ترمنځ یې انډول ساتلی، هغه چې ډیره  بودجه ورته ځانګړې شوې هلته ملي پروژې دي چې ټولو ولایتونو ته یې ګټه رسیږي.
د ۱۳۹۶ مالي کال بودجه چې ولسي جرګې د لومړي ځل لپاره د ولایتونو ترمنځ د نا انډولۍ له امله رد او له مالیې وزارت بیا کتنې غوښتنه وکړه.
د ولسي جرګې وکیلانو ترمنځ ځینو یې د خپلو ولایتونو او موکلینو لپاره ملي بودجه کې د پراختیایي پروژو لپاره لابي وکړه،خو هغوی چې استازو یې د دندو پر ځای چکرې وهلې ولس یې له لږې بودجې برخمن شو.
د ولسي جرګې یو شمیر غړي دا  پړه پر هغو وکیلانو ور اچوي چې ملي بودجه پرته له ولایتي توازن تصویبوي.
 د ولسي جرګې غړی  عبیدالله بارکزی وايي (( شته یو شمېر وکیلان چې د خپلو خلکو لپاره د وزارت مالیې سره لابي ګیري کوي او د خپلو ولایتونو لپاره پروژې غواړي او یو شمېر هغه وکیلان چې د د دوبۍ، اروپا او امریکا چکرې وهي او دلته په چړچو اخته دي موکلین یې محروم پاتې دي ))
د ۹۶ مالي بودجه کې د هغه ولایتونو ونډه کمه ده ښودل کیږي،چې وروسته پاتې او تیرو ۱۵کلونو کې ورته پام ندی شوی.
باور دادی چې ملي بودجه کې همغه ولایتونه ډیره ونډه لري،چې نظام کې لاس بري دی.
مالیې وزارت ملي بودجه کې ولایتي  ناانډولي ردوي او بودجه په متوازنه پراختیا ولاړه ګڼي.
ولې دځینو ولایتونو بودجه د نورو پرتله ډیره وي؟
د مالیې وزارت ویاند اجمل عبدالرحیمزی وايي (( ځینو ولایتونو کې ملي پروژې او برنامې شتون لري چې هغې کې د نورو ولایتونو هم ګټه ده او مالیې وزارت په ملي بودجه کې انډول په پام کې نیولی دی))
په مالیې وزارت د ولایتونو ترمنځ د ناانډولۍ سربیره بله نیوکه داده،چې ګني ولایتونو ته د کاغذ پرمخ بودجه ومني،خو په عمل کې د اړوند پروژو ته د کال تر نیمایې هم نه رسیږي.
 پراختیایي بودجه کې ناانډولي او د وزارتونو لخوا د ټولې بودجې نه لګښت ډير کله له نیوکو سره مخ وي.
خبریال

شریف الله شریف