دیني عالمان: د هلمند جګړه پاکستان رهبري کوي

لیدنې: 569

د هلمند جګړه اوس تر بل هر وخت ځکه خطرناکه ده چې پاکستان یې رهبري کوي.


په هلمند کې دیني عالمان وایي، پاکستان د خپلو موخو لپاره وسله والې ډلې تمویلوي او له دې کار د خلاصون لپاره یووالي ته اړتیا ده.
له دې سره د هلمند والي هم له خلکو غوښتي چې د ستونزو په حل کې دې سره یو شي او له دولت سره دې همکاري وکړي.
په افغاني ټولنه کې د هرې ستونزې هواري لپاره تر ډېره سترګې دیني علماوو ته ور اوړي.
د هلمند دیني علما هم کرار نه دي ناست او د روانې کشالې د حل لپاره بېلا بېلې مشورې ورکوي.
دغه علما پر ولس او نور دیني علماوو غږ کوي چې د بهرنۍ دسیسې پر ضد واحده لیکه جوړه او غږ پورته کړي.
دیني عالم مولوی مهردل (( د پاکستان علما نیغ په نیغه د پاکستان څارګرې ادارې سره اړیکې لري او په افغانستان کې د جهاد فتواوې ورکوي خو د افغانستان علما بې غمه او کرار ناست دي))
دوی په اصل کې د سرو لښکرو وتلو او افغانانو بري په مراسمو کې راټول شوي وو.
دې غونډې ته دهلمند یو شمېر چارواکي هم راغلي چې والي حیات الله حیات بیا له هلمندي ولس د مرسته غوښتنه وکړه .
حیات وایي، هغه چارواکي باید د قانون منګلو ته وسپارل شي چې په سرغړونو او ناغیړۍ تورن دي.
د هلمند والي حیات الله حیات (( د هلمند په و لسونو غږ کوم چې له والي را نېولې تر عادي مامور پورې هر یو چې خیانت کوي له ګریوان را ونیسئ پوښتنه ترې وکړئ))
د هلمند امنیت تر بل هروخت د اندېښنې وړ بلل کېږي ولسمشر ورته هغه څوک را استولی چې دوه نیمې لسیزې وړاندې یي جګړه ګټلې او قهرمان شوې و خو لا هم ستونزې په خپل ځای پاتې دي.
افغان حکومت هم ګڼ پلاوي د ستونزو څېړلو لپاره را استوي خو په عملي ډګر کې پرمختګ نه ترسترګو کېږي.