حزب اسلامي د حکمتیار د ناروغۍ په اړه اوازې رد کړې

لیدنې: 444

د حزب اسلامي د امیر په اړه ټولې هغه اوازې دروغ دي چې ګنې ناروغ دی او ترکيې هېواد ته د درملنې لپاره تللی.


 په ټولنیزو رسنیو کې داسې خبرونه خپاره شوي و چې ګنې د حزب اسلامي مشر ناروغ شوی او بهر ته د درملنې لپآره تللی.
د دې خبر خپرېدو د افغانستان د ژورنالستانو ملي ټولنې او نور خلکو انديښنې راپورته کړي او باور لري چې ځینې رسنۍ د دې لپاره دي چې د خلکو ذهنونه ګډوډ کړي.
 یو شمېر رسنیو او د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو داسې خبرونه خپاره کړل چې ګنې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ناروغه دی٬ او د ترکیي هیواد په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
حزب اسلامي  بیا د ګلبدین حکمتیار د ناروغي ګنګوسې ردوي او زیاتوي چې هغه جوړ دی او ‌ډير ژر به کابل ته راشي.
ددوي په باور ګلبدین حکمتیار د بشپړې روغتیا خاوندی٬ او کوم هیواد ته ددرملنې لپاره نه دی تللی٬ او دا د یو شمیر خبري ویب سایټونو تبلیغات ګني.
د حزب اسلامي ویاند سید نقیب الله هاشمي (( د حکمتیار د ناروغۍ په اړه خپاره شوي خبرونه په کلکه ردوم. د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په افغانستان کې دی او هیڅ کومه ناروغي نه لري او ډېر ډېر ژر به د هېواد په یو ولایت کې را څرګند شي او کابل ته به راشي))
دافغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیه وايي٬ ځیني داسي خبري ویب سایټونه او اجتماعي رسنۍ پرته له دې چې راجستر وي په بیلابیلو نومونو غیري قانوني  فعالیت کوي٬او د خلګو ذهنونه مخشوش کوي.
د افغانستان د ژورنالیستانو د اتحادیې مشر حفیظ الله بارکزی (( ځینې خواله رسنۍ دي چې د خلکو ذهنونه ګډوډوي دغه شمېر رسنۍ د د رسنیو قانون تر پښو لاندې کوي ))
حزب اسلامي وايي٬ مشريي په افغانستان کې دی چې دحوت په میاشت کې به د هیواد په یوه ولایت کې را ښکاره شي.
دوي وایي٬ یو شمیر کسان د حزب اسلامي د مشر پرضد تبلیغات کوي.
خبریال

عبدالصمداوریاخېل