د افغانستان او اروپايي ټولنې د همکاریو نوی باب

لیدنې: 359

د مونیخ په کنفرانس کې به د افغانستان او اروپایي ټولنې د اړیکو د پراختیا په اړه بحث او تړونونه لاسلیک شي.

 

اروپایي ټولنه وایي، د فبرورۍ په اولسمه نیټه د جرمني په مونیخ ښار کې له افغانستان سره د ملګرتیا او همکاریو تړون لاسلیکوي.
افغان حکومت وایي، د مونیخ کنفرانس د افغان حکومت او اروپایي ټولنې د اړیکو پراختیا په موخه جوړیږي او له افغانستان سره په بېلابیلو برخو کې د اروپایي ټولنې مرستې اړینې دي.
افغانستان او اروپایي ټولنه به د راتلونکې جمعې په ورځ د جرمني په مونیخ ښار کې د ملګرتیا او همکارۍ تړون لاسلیک کړي.
اروپایي ټولنې تیره ورځ وویل چې دا تړون به د افغانستان د مالیي وزیر اکلیل حکیمي او د اروپایي ټولنې د مشري فیدریکا موګریني تر منځ د ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې لاسلیک شي ((د مشارکت او پرمختګ په برخه کې د همکارۍ موافقه به د افغانستان او اروپايي اتحادیې په اړیکو کې یو نوی چوکاټ رامنځته کړي. دا موافقه د د بدلون په لسیزه کې (له ۲۰۱۴ تر ۲۰۲۴ پورې) د افغانستان د پرمختیايی چارو لپاره شویو ژمنو ته، چې د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر په څلورمه او پنځمه د بروکسل په کنفرانس کې شوې وې، رسمي او عملي بڼه ورکوي.))
ارګ وایي، ولسمشر محمد اشرف غني د مونیخ کنفرانس کې د ګډون جرمني ته ځي او د سفر اجنډا به یې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ له رسنیو سره شریکه کړي.
د ولسمشر مرستایل ویاند شاه حسین مرتضوي وايي (( د ولسمشر له سفر یو ورځ وړاندې به د سفر د اجنډا په اړه رسنیو سره مالومات شریک کړو))
د مالیې وزارت وایي، د مونیخ په کنفرانس کې به د افغانستان او اروپایي ټولنې د اړیکو د پراختیا په اړه بحث او تړونونه لاسلیک شي.
له اروپایي ټولنې سره په لاسلیک کیدونکي تړون کې پراخې اقتصادي او سیاسي اړیکې، له فساد ، ترهګرۍ او د نشه یې توکو سره مبارزه شامله ده.
خبریال

ذبیح الله شینواری