جنرال رازق: د تېرې شپې برید د پاکستان استخباراتي شبکې او د حقاني ډلې کړی دی

لیدنې: 348

د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي، په دغه ولایت کې د تېرې شپې برید د پاکستان استخباراتي شبکې او حقاني ډلې کړی دی.

د کندهار د تېرې شپې په چاودنه کې د ۶ بهرنیو ډېپلوماټانو په ګډون ټول ۱۱ تنه وژل شوي او اتلس نور ټپيان دي.
د کندهار امنیه قوماندان جنرال رازق د پيښې له ځایه شېبې وړاندې وتلی وو.

مرستیال والي عبدالعلي شمسي د کندهار بهرنیو اړیکو رئیس، یو افغان ډېپلومات او د ملي شورا دوه غړي وژل شوي دي.
د کندهار امنیه قوماندان جنرال رازق وايي، چاودیدونکي توکې په کوچونو کې ځای په ځای شوي وو.
د کندهار والي او د متحده اماراتو سفیر د ټپیانو په ډله کې دي.
له بل لوري د پېښې د څېړنې لپاره د ولسمشر په امر کندهار ته د حنیف  اتمر په مشرۍ پلاوی تللی دی.
د کندهار د تېرې شپې دغه خونړۍ چاودنې مسولیت طالبانو نه دی  اخیستی او په دغه برید کې یې لاس درلودل رد کړي دي