مسلم یار: د تېرې ورځې په ځانمرګو بریدونو کې د ملي شورا ۴۰ کارکوونکي وژل شوي

لیدنې: 395

د کابل د تېرې ورځې په ځانمرګو بریدونو کې د ملي شورا خونې څلویښت کار کوونکي وژل شوي او له  اویاوو زیات ټپیان دي.


د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلم یار وویل، وژل شوي او ټپیان د ملي شورا د واړو خونو کار کوونکي وو.
د مسلم یار په وینا دغو کسانو کې د ملي شورا د دارالانشا کار کوونکي او ساتونکي شامل دي.
د ملي شورا د ودانۍ په الحاقیه تېره  ورځ دوه پرلپسې ځانمرګي بریدونه وشول.
طالبانو د برید مسولیت په غاړه اخیستی دی.
ولسمشر محمد اشرف غني دغه برید په کله غندلی دی او دغه بریدونه یې د افغانانو د دښمنانو کار بللی دی.
د ارګ په خبر پاڼه کې راغلي چې طالبان په بې شرمۍ د ملکي وګړو د وژلو مسولیت مني او افتخار پرې کوي.
په خبر پاڼه کې همداراز راغلي چې د داسې جنایت عاملان به دافغانستان په هیڅ  برخه کې په امان پاتې نه شي.