په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ګراف لوړ شوی

لیدنې: 222

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ور اخوا اوس د ماشومانو پر وړاندې هم تاوتریخوالی زیات شوی.


د ښځو چارو وزارت تازه مالومات ښیئ چې کم عمره انجونې د تاو تریخوالي ښکار شوي .
چارواکي وایي سږ کال د پېښو شمېره لوړه ښکاري او په یوه میاشت کې د تاو تریخوالي درویشت پیښې ثبت شوي .

افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پیښې ګراف د کال له لومړۍ سره لوړه ښکاري او اړونده بنسټونه یې په مخنیوي کې پاتې راغلي.
سرپل، فراه، کاپیسا، بادغیس، قندهار، او بغلان هغه ولایتونه دي چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوال په کې زیات شوی دی.
د ښځو چارو وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیاله سپوږمۍ وردګ وايي، په تیره میاشت کې ۲۳ ښځې وژل شوي چې په کې د ۲ او ۳ کلونو ماشومې انجونې هم شاملې دي.
په وژل شویو کې یې ۱۱ د خپلو خاوندانو له لوري وژل شوي، د دوو وژونکي نامعلوم دي، او اوه تنه د دولت وسلوالو مخالفینو له لوري وژل شوي دي.

د ښځو شبکې مشره حسینه صافۍ بیا دا شمیره کمه بولي او وایي چې لا هم د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالې زیاتې پیښې پټې پاتې شوي.
نیوکې دا دي چې حکومت د ښځو د حقونو خوندیتوب او تاتریخوالي کچې راټیټولو په موخه هیڅ کار نه دی کړی.

لویه څارنوالي وایي، د روان کال د حمل میاشتې راهیسې تر اوسه ورسره ۲۶۰ قضیې ثبت شوي، ۱۳۲ قضیې محکمې ته رسیدلي او ۵۰ نورې بشپړې شوې دي.
له افغان میرمنو څخه د ملاتړ بنسټونه له حکومت، نړیوالې ټولنې او عامه خلکو غواړي چې په ګډه د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي پېښو راکمولو لپاره کار وکړي.
باور دا دی چې د قانون حاکمیت، د هغو قوانینو تطبیق چې د ښځو لپاره جوړ شوي، او د عامه پوهاوي پروګرامونو پلي کول هغه څه دي چې د افغان میرمنو پر ضد د تاوتریخوالي او وژنو پیښې راکمولی شي.

خبریال

ذبیح الله شینواری