هلمند کې د مخدره توکو قاچاقبر د جګپوړو چارواکو ملاتړ له ځان سره لري

لیدنې: 134

د هلمند د یو شمېر ولسوالیو امنیه قومندانان د نشه يي توکو په قاچاق کې لاس لري، خو ولایتي مسوولین توان نه لري چې یا یې ونیسي او یا یې له دندې ګوښه کړي.


د هلمند امنیه قومندان وایي، د نشه يي توکو قاچاقبر قومندانان له لوړپوړو چارواکو او زور واکو ملاتړ له ځآن سره لري او د دوی زور پرې نه رسي.
داسې راپورونه هم شته چې هلته امنیه قومندانان د مافیا ملاتړ له ځان سره لري او د همدې لپاره یې جګړه یې اوږده کړې ده.

دهلمند امینه قوماندان پاسوال اقانور کین توز په دې ولایت کې د خپلې بې وسۍ تازه کیسې راوسپړلې.
دقوماندان په خبره، د ولسوالیو ګڼ قوماندانان د نشه یی توکو په کاروبار بوخت دي خو دې یي د لرې کولو توان نه لري.
اقانو کین توز وایي، دغه قوماندانان د لوړ پوړو چارواکو او زورواوکو ملاتړ لري.
پاسوال اقانور کین توز د حکومت له ولکې د ولسوالیو وتلو یو راز همدا بولي .
د پاسوال کین توز په خبره، یاد قوماندانان له دې لارې غواړي چې د نشه یي توکو کاروبار یې وده وکړي ځکه خو یې جګړه اوږده کړې ده.

څو ورځې وړاندې د ګرمسیر ولسوالۍ امنیه قوماندان غلام ولي هم د نشه یي توکو د کاروبار په تور  د امنیت شورا په لارښوونه ونیول شو او اوس په زندان کې دی.
د هلمند امینه قوماندان د غلام ولي په اړه څه نه وایی او دا کار له خپل صلاحیت پورته بولي.

خبریال

سردارمحمد سروري