نا امنیو د ننګرهار ولسونه کډوالۍ ته اړیستي

لیدنې: 218

د ننګرهار په یو شمېر ولسوالیو کې د ناامنیو له امله خلکو ښار ته مخه کړې، خو په ښار کې هم ځانونه خوندي نه ګڼي.


جلال اباد ښاریان او د ولایتي شورا غړي وایي، اوس تر بل هر وخت ښار کې انسان تښتونې، هدفي وژنې او چاودنې ډيرې شوي چې د خلکو په روان یې ناسم اغیز کړی.
د ننګرهار پولیس د ناامنیو په اړه له خبرو کولو ډډه کوي، خو د والي ویاند وایي چې د ډاډمن امنیت په تړاو والي مسوولینو ته لارښوونه کړې.

د هوا په سړېدو ننګرهار کې تودې جګړې ولاړې ښکاري خو په مرکز جلال اباد کې بیا له هدفي وژنو، سړي تښتوونو او بمي چاودنو د ولسي خلکو زړونه په ویره کې دي.
مدني فعالان د دې ښار د امنیتي حالت د پوره نه کنټرول اصلي لامل د امنیتي سکټور کمزوري مدیریت یادوي.

د ولسي خلکو  سربیره د هغوي استازي هم د خوندیتوب احساس نلري د ولایتی شورا منشي ذبیح الله زمری وايي (( سوداګر خوندي نه دي، ډاکتران خوندي نه دي. عام خلک خو اصلاً خوندي نه دي انفجار کېږي انتحار کېږي صرافان، ډاکتران او عام خلک تښتول کېږي له دې نوره نا امني چرته ده))
له لومړي سره امنیه قوماندان ځان له وسله والو سره له جګړې عاجز بللي وو وکیلان وايي دا دريځ اندېښنوونکی  دی او د دې سیمې د جګړې د محار لپاره د جګړیز قوماندان غوښتنه کوي.

د ښار او ولسوالیو د ښه امنیت لپاره د تدابیرو او د ولس  اندېښنو په اړه مو وغوښتل د امینه قوماندان سره مرکه وکړو خو حاضر نه شو ، د والي ویاند وايي د امنیت ټینګښت لپاره مسوولینو ته ځانګړې سپارښتنې شوي.

شنوونکي باور لري که چېرې د موجوده فرصتونو څخه امنیتي مسوولینو د سوق او اداري په برخه  کې اغېزمنه ګټه پورته کړي نو شونې ده چې وسله وال خپلو موخو ته ونه رسیږي.

خبریال

عبدالطیف احساس