د اساسي قانون ۲۱ مادې له ننګونو سره مخ دي

لیدنې: 159

د اساسي قانون پر طبیق د څار کمېسیون مشر وایي، په قانون کې د ستونزو د حل لپاره د دوی کمېسیون په کارونو بوخت دی.


د اساسي قانون پرطبیق د څار کمېسیون مشر محمد قاسم هاشمزی د نیوکې په توګه وايي په ملي شورا کې ځینې قوانین شته چې کلونه پرې تېر شوي، خو تر اوسه تصویب شوي نه دي.
له دې سره د عدليې وزیر بصیر انور وایي، سږکال یې ۷۷ بېلا بېل قوانین او طرحې ولسي جرګې ته استولي چې له تصویب کوي.

د اساسي قانون د اونۍ په وروستیو ورځو کې دا ځل عدلې وزارت د اساسي قانون د تصویب د نمانځې په تړاو غونډه جوړه کړې وه ،هغه وزارت چې قوانین جوړي او د تصویب په موخه یې ملي شورا ته استوي.
د عدلیې وزیر بصیر انور وایي، اوس د دې وخت دی چې د اساسي قانون پلي کېدو لپاره کار وشي.

سږکال عدلې وزارت ولسي جرګې ته ۷۷ مورده قوانین او طرحې استولي چې تېرکال دغه کچه ۹۱ موارده وه.
د اساسي قانون پر طبیق د څار کمېسیون مشر بیا په ملي شورا نیوکه لري چې قوانین پر وخت نه تصویبوي.
محمد قاسم هاشمزي په باور دا داساسي قانون خلاف دی او په اوس کې ۲۱ مادې له ګواښ سره مخ دي.

سره له دې چې د اساسي قانون پر طبیق د څار کمېسیون مشر دغه مادې ډاګیزه نه کړې خو په ظاهره د اساسي قانون ۲۴ مې تر ۲۹ مې او دغه راز ۶۲ مه او ۸۵ مه هغه مادې چې پلي شوي نه دي.
د ټاکنو پر وخت نه ترسره کېدل ، د ولسي جرګې دوام ، اجرایه ریاست او د کمېشنرانو پر وخت نه ټاکل د دې مادو مهمې هغه دي چې حکومت یې په پلي کېدو کې پاتې راغلی دی.
 

خبریال
ذبیح الله خورشیدي