بهرني ځواکونه په افغانستان کې هوايي بریدونه ډېروي

لیدنې: 329

د امریکا په مشرۍ بهرني ځواکونه په افغانستان کې د وسلوالو ډلو پر ضد هوایي بریدونه ډیروي.


 د افغانستان ملي دفاع وزارت هم له دغه اقدام هر کلی کوي او د جګړې په برخه کې د نړیوالو مرستې اړینې بولي.
له دې سره شنونکي وایي، په افغانستان کې د روسیې او نورو هیوادونو لاسوهنو امریکا اړ کړې چې د اوږدې مودې لپاره خپل حضور پیاوړی او دوامداره وساتي.

اوس د جګړي مشري د افغان ځواکونو پر غاړه ده او تر ډیره په هوایي برخه کې د بهرنیو ځواکونو ملاتړ ورسره دی.
تازه د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت په افغانستان کې د هوایي بریدونو پر زیاتولو ټینګار کړی.
په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو هوایي بریدونه ډیر شوي او د تیرو کلونو په پرتله ۵۰ سلنه زیاتوالی یې موندلی.
د طالبانو او داعش فعالیتونو پراختیا او د افغان ځواکونو ملاتړ د امریکا د هوایي بریدونو د زیاتوالي عوامل بلل کیږي او ادعاوې دي چې په تیرو څو میاشتو کې د حکومت مخالفې ډلې ځپل شوي.
د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت ویاند چارلز کلیفلینډ وايي (( مونږ په افغانستان کې هوایي بریدونه زیاتوو. په تیر کال کې د داعش او طالبانو پر وړاندې او د افغان ځواکونو د ملاتړ په موخه په هوایي بریدونو کې زیاتوالی راغلی و او ښه پایله یې ورکړه. د داعش او نورو وسلوالو ډلو پر ضد چې خطر یې ټولې سیمې او نړۍ ته دی، زمونږ هوایي بریدونه به دوم ولري.))
دفاع  وزارت په هوایي برخه کې له افغان ځواکونو سره د امریکا مرستې مهمې بولي او وایي چې تر ۲۰۲۰ کال پورې افغان هوایي ځواک د بهرنیانو مرستو  ته اړ دی.

باور دا دی چې د افغانستان په جګړه کې د روسیې داخلیدل امریکا اړ کړې چې خپل حضور پیاوړی او دوامداره وساتي او د دې لپاره د افغان ځواکونو ملاتړ او پیاوړي کول اړین دي.

د امریکا د مرکزي قومندانۍ د معلوماتو له مخې په ۲۰۱۶ کال کې ټول ۱۳۳۷ هوایي بریدونه شوي او د داعش او طالبانو مهم غړي په کې وژل شوي دي.
اوسمهال په افغانستان کې د امریکا ۸۵۰۰ سرتیري او روزونکي شته چې افغان ځواکونو ته په پوځې برخه کې سلا مشورې ورکوي.
تازه امریکا هلمند ته د جګړې لپاره درې سوه سرتېري واستول چې له افغان ځواکونو سره به مرسته کوي.

خبریال

ذبیح الله شینواری