په هغه سافټ کار ندی شوی، چې د ښځو پر وړاندې د زورونې پېښې به ثبت کوي

لیدنې: 267

هغه سافټ ویر لا نه دی جوړ شوی چې څو میاشتې مخکې يې وړاندیز شوی و چې د ښځو پر وړاندې د زورونې پېښې به ثبت کوي.


د مخابراتو او مالوماتي ټیکنالوجۍ وزارت وایي، په سافټ ویر کار روان دی او ټول ټولنیز مسایل به پکې خوندي وي.
د ښځو وزارت د دې سافټ ویر په جوړیدو سره باور لري چې په دې سره به د ښځو د زورونې قضې راکمې او رسیدګي به ورته وشوي.


افغان ټولنه کې چې محدودیتونه ډير دي، ښځې پکې له زیاتو زورونو سره مخ دي، هغه څه چې افغان دولت او مسولې ادارې یې په اړه انديښنې لري.
څو میاشتې وړاندې ولسمشر غني لارښوونه وکړه چې په دې تړاو دې مخابراتې هڅه وشي او داسې سافټ ویر دې جوړ شي چې په اساس یې د زوریدونکو ښځو شکایتونه ثبت کړې او مسوولې ادارې ورته رسیدګي وکړي، خو د مخابراتو وزارت ویاند عبدالمجید مومند اوس هم دا سافټ ویر نه دی جوړ کړی.

ولسمشر په ښکاره د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي او زورونې د مخنیوي په موضوع کې جدي دی او په دې تړاو یې زیاتې لارښوونې کړي، خو داسې ښکاري چې د ښځو په ژوند کې بهبود نه دی راغلی او اوس هم د زورونو او تاوتریخوالي سره مخ دي.
اوس د ښځو چارو وزارت مرستیاله سپوږمۍ وردګ باور لري که دا سافټ ویر جوړ شي، د زورونې پېښې به کمې شي.

دا سافټ ویر مخابراتو وزارت جوړوي، د کار او ټولنیزو چارو وزارت پکې شکایتونه ثبتوي چې د شکایت کوونکو نومونه به خوندي وي او د ښځو چارو وزرات به د زورونو پېښو ته رسیدګي کوي.

د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي پېښې له یو کال څخه بل زیاتیږي، یوازې ۲۰۱۶م کال کې دغه شمېره شپږزره او څلور شپيته ثبت شوې چې د وړم کال په پرتله زیاتې وې.
له ثبت شویو پېښو یو زره او دیرش ته یې رسیدګي شوې او نورې بیا هیڅ څېړل شوي نه دي، خو اوس باور دا دی که د ښځو د زورونې لپاره کمپیوترې او مخابراتي دغه هڅه وشي، پېښې ګراف به راټیټ شي.

خبریاله

فېروزه عزیزي